مقالی اوتبصرې

په ټولنه کې د رسنيو منفي تأثيراتو ځينې کوچنۍ بېلګې

مولوي  نو رالحق مظهري

په هر هېواد کې رسنۍ د ملت د سترګو، غوږونو او خولې حيثيت لري او د دوی ږغ د ولس ږغ بلل کېږي له همدې امله يې پر ټولنه باندې تأثير هم ډېر دی د بېلګې په ډول.

۱ – په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ ميلادي کلونو کې د الربيع العربي، عربي پسرلي Arab Spring په نامه چې کوم خوځښتونه پيل شول،چې په ځينو هېوادونو کې يې حکومتونه راوپرځول او نوي حکومتونه جوړ شول او په ځېنو هېوادونو کې لکه سوريه او ليبيا د داخلي جنګونو لامل شوه لوی محرک يې همدغه رسنۍ وې.

۲ – په ۱۸۶۸ ميلادي کال کې چې يهودي الاصل مدحت باشا د عثماني خلافت د وخت پر صدراعظم محمود نديم باندې کودتا وکړه او په زوره يې ځان صدراعظم کړ،د هغه وخت له رسنيو څخه په ګټې اخيستنې د خلافت پر ضد تبلیغات پيل کړل، د سلطان عبدالعزيز مخالفت ته يې خلک را وپارول چې بالآخره هغه يې په مرموزه توګه شهيد کړ، د هغه وروسته چې پنځم سلطان مراد خلافت ته ورسېد، د همدغه رسنيو په واسطه يې هغه ليونی معرفي کړ،چې په نتيجه کې خلک او د خلافت نور مشران يې پر ضد راپورته شول او هغه يې له قدرت څخه ليرې کړل.

۳ – په ۱۳۵۷ کال کې پر ۷ د ثور پر سردار محمد داود باندې د حفيظ الله امين او نورمحمد ترکي لخوا چې کله کودتاه وشوه،تر ټولو مخکې دوی ملي راډيو ټلويزيون اشغال کړ او د هغه ځای څخه يې د خپل انقلاب آواز پورته کړ،وروسته يې نورو ځايونو او ارګ ته مخه کړه او د کودتاه په عملي کولو کې بريالي شول.

۴ – په ۲۰۰۱ م کال کې چې کله د طالبانو د اسلامي تحريک پر ضد امريکايانو جګړه پيل کړه تر ټولو مخکې يې يوه ګرځنده راډيو جوړه کړه چې پر AM موج يې نشرات کول او ټوله ورځ يې افغانانو ته غولوونکي خبري کولې، او هم مهاله يې آزادي راډيو چې يو وخت يې نشرات کول خو بيا يې نشرات درېدلي وو بېرته فعاله کړه چې د ۱۵ د قيقو څخه يې نشرات په تدريجي ډول ۱۲ ساعته ته وغځېدل چې اوس يې نشرات دوام لري.

۵– بي بي سي چې د روسانو د اشغال په وخت کې يې د افغانانو په ګټه نشرات کول هماغه وخت يې په خلکو کې اعتبار پيدا کړ چې تر اوسه يې خلک اوري سره له دې چې د امريکايانو له شل کلن يرغل سره د بي بي سي پاليسۍ هم پوره تغيير کړی و او موږ ټول شاهدان يوو چې د بي بي سي په شمول ټولو غربي رسنيو د افغان ولس په تاوان نشرات کول او لوی لوی حقائق يې د خلکو څخه پټول البته د شرائطو په بدلون دا څو کاله کېږي چې د بي بي سي په شمول ډېرې غربي رسنۍ په نسبي ډول د حقائقو ويلو ته مجبوره شوې دي .

۶ – په ټولې نړۍ کې په خاصه توګه په افغانستان کې چې کوم فکري او سياسي انحراف په عمومي ډول په ټولو خلکو کې بيا په خاصه توګه په ځوانانو کې ډېر شوی سبب يې همدغه منحرفي رسنۍ دي ځکه دا ټوله خلک پرديو او کفارو په مستقيم ډول نه دي روزلي بلکې د رسنيو په تزويري خبرونو، تحليلونو، تبصرو، فيلمونو، سريالونو او تبليغاتو باندې د  لارې څخه اوښتي دي.

۷- له خلکو سره چې څومره منفيګرايي پيدا شوې او عقل يې سترګو ته را رسېدلی ډېره فيصدي يې د رسنيو د ناوړه نشراتو نتيجه ده،ځکه خلک داسې فکر کوي چې يوه موضوع هغه وخت رښتينې بلل کېږي چې د رسنیو لخوا نشر شي.د رسنيو ياد تأثير ته په پام داسې ويلی شو چې هېڅ وخت بايد رسنۍ ناديده و نه نيسو،بلکې نظام يې بايد د پوره څارنې ترڅنګ د بديل په لټون کې شي او خلک بايد د رسنيو په ښه او بد کې د خپلو علماؤ او مشرانو خبرې ومني؛ خلک بايد د رسنيو پر هرې خبرې باور ونه کړي بلکې هره خبره يې بايد د حقيقت په ترازو وتلي؛ ښه خبره يې واخلي او ناسمه خبره يې وغورځوي.د نا اهله رسنيو د اصلاح او سمون لپاره بايد ګډ او کوټلي کامونه واخيستل شي او د دوی خپرونې، تحليلونه، خبرونه، اداري تشکيلات او ټول نشراتي فعاليت د دين او افغاني فرهنګ چوکاټ ته داخل شي،تر څو د رسنيو له امله د اوسني او راتلونکي خطرونو مخه ونيول شي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button