تاریخ او جغرافیه

په پردي هيواد کې قبلېدل لوی ذلت دی!

کله چې د عباسیانو خلافت په بغداد کې ځلېده او د امویانو خلافت په اندلس کې په عروج و، نو له ټولې نړۍ به وګړي د ټولو علومو د زده کړې لپاره د مسلمانانو علمي مراکزو ته ور روان وو، هلته به یې له علم او تحصیل سره اخلاق هم زده کړل، ولې کله چې عباسي خلافت په (۶۵۶ هـ ق) کې د مغول هلاکو له لوري ړنګ شو او همداراز په ۹مه هجري پېړۍ کې د اندلس اسلامي خلافت د عیسویانو په لاس له پښو وغورځېده، نو د مسلمانانو کمزورتیا پيل شوه. اما بیا هم د نړۍ په ډېرو برخو کې د مسلمانانو له لوري قوي او ځواکمن حکومتونه جوړ شول.
د اندلس د اموي ستر واکۍ او د عباسي خلافت د واکمنۍ پر مهال، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک ورتلل، خو وروسته چې اسلامي نړۍ په وړو وړو هېوادونو ووېشل شوه،نو د عیسوي نړۍ له خوا د اسلامي نړۍ په اکثرو هېوادونو تېري او یرغلونه وشول او ډېر یې د استعمار تر سلطې لاندې راغلل، له نېکه مرغه چې اسلامي نړۍ بېرته په تدریج سره خپلواکۍ ترلاسه کړې، ولې له استعمارګرو سره د خلطیت له امله ډېرو وګړو په ځانګړي ډول د اشغال پر مهال د اړوندو هېوادونو واکمنان او د هغوی اولادونو له غربي کلتور او عنعناتو سره زړونه وتړل، لوېدیځ ته د زده کړو او د سیل او سیاحت لپاره لاړل او همالته د هغوی په کلتوري رنګ باندې رنګین شول او د هغوی کلتور او عنعنات یې خپلو هېوادونو ته وراد کړل، بل دا چې لوېدیځوالو د اسلامي نړۍ ډېر وګړي خپلو هېوادونو ته ور وبلل چې له خپل هېواده به سم صحیح انسان لاړ او بېرته به کوږ راوګرځېده.
غربي نړۍ ته تلل یو عام معمول جوړ شو، د لویو خلکو اولادونه لوېدیځ ته لاړل، نو زموږ له ګران هېواده هم د امان الله خان له دورې وروسته؛ تلل پيل شول، ورسره اتحاد جماهیر شوروي ته هم د تعلیم او تحصیل لپاره ډېر افغانان ورمات شول چې په اساس یې له لوېدیځه د سیکولریزم په فلسفه لړلي راستانه شول او له شوروي څخه یې د کمونېزم کرغېړنه غیرفطري مفکوره راوړه!!!
د دواړو فلسفو والا په خپل منځ کې سره مخالف وو، چې زموږ ټاټوبي یې د مقابلې ډګر و، دواړه ډلې د هېواد په زیان وې، سیکولرسیاست والو هم هېوادوال بې لارې کول او د مارکس پلویانو هم د مارکسیزم فلسفه د بشر لپاره ناجي او منجي ګڼله او وګړي یې ګمراه کول،خو غیورو افغانانو په ۴۳ کلونو کې دا جوته کړه چې دواړه فلسفې او دې ته ورته نورې مفکورې په دې هېواد کې نه چلېږي.
د سردار محمد داود خان له کودتا وروسته ډېرو خلکو لوېدیځ ته مخه کړه او هلته یې سیاسي پناوې واخیستې او د کمونستانو د غوايي له اوښتونه ورورسته ډېر کسان غرب ته وتښتېدل چې هلته په اړوندو ملکونو کې ومنل شول، بیا یا هغوی په خپله یا یې اولادونه د صلیبي اشغال پر مهال هېواد ته راغلل او د صلیب د زامنو خدمت یې وکړ او د خپل ملت اصلي بچیان یې پر هغوی تحقیر او توهین کړل. کله چې په هېواد کې د صلیب ملا ماته شوه، نو پخواني تښتېدلي بیا لوېدیځ ته په منډو شول او له خپلو بادارانو مخکې وتښتېدل.
غربي نړۍ ته د تللو سلسله ښه ګړندۍ شوه، بلکې د صلیبیانو له راتلو سره یې سرعت وموند، هغو هم زمینه ورته مساعدوله، ځکه دې خلکو د ښکېلاکګرو ښه خدمت کولی شو. ځینې هغه خلک چې له اسلامي امارت سره حساسیت لري، هغوی وايي: په هېواد کې لوږه او فقر دی، ځوانان مجبور دي چې بهر ته لاړ شي. خو د دوی دا ادعا ناسمه ده ځکه د اشغالګرو د شتون پر مهال هم د غرب مینانو په غرونو، دښتو او مستو سیندونو په لیونیو څپو باندې ځانونه لوېدیځو هېوادونو ته رسول، چې هغه مهال هم ډېر د سیندونو د کبانو خوراک شول، خو په هغه وخت کې د اسلام دښمنانو داسې نه ویل چې: په افغانستان کې لوږه، بېوزلي او فقر دی،نو ځکه دا خلک هېواد پرېږدي او بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي لارو ځي، هغه مهال هم د ماډرن او مرفه ژوند لپاره تلل، اوس هم ځي. د اشغالګرو د شتون پر مهال چې لوېدیځ ته تلل او د دلیل جوړولو لپاره به یې دوسیه ترتیبوله نو له ستونزو سره مخ کېده، اما اوس په دې اړه له دومره ستونزو سره نه مخامخ کېږي؛ ځکه دوی له اسلامي نظامه تښتي او کافران یې هم په ورین تندي مني.
هو! کله چې د یوې کورنۍ کوم کس غربي نړۍ ته لاړ شي، هلته ورسېږي، د مربوط او مطلوب هېواد له خوا ومنل شي، نوموړی له خپلې کورنۍ سره اړیکه ونیسي چې زه خو دلته ومنل شوم (د دوی په اصطلاح) قبولې یې راکړه، نو کورنۍ یې د خوښۍ او خوشحالۍ پروګرامونه پيل کړي، که اسلامي شریعت ته مراجعه وکړو، په دا ډول منل کېدا او قبولې خوښي او خوشحالي حرامه ده؛ ځکه هغه منل شوی شخص اول دا ژمنه کوي چې: زه به د دې هېواد قانون منم، عمل به پرې کوم او درناوی به یې کوم!! او دا قبلېدل او منل کېدل هم کوم عزت نه دی، بلکې ذلت دی.
قبلېدل د چا په در کې لوی ذلت دی
که نقضان نه وي په عقل او شعور کې
ګل پاچا الفت
خو چې له عقل او شعوره خلاص وي، بیا هغه له خپلو ټولو اسلامي او ملي ارزښتونو تیرېږي، څو د لوېدیځ ماډرن، مرفه او بې بندوباره چاپېریال کې قبول شي.
د لوېدیځ مینان او عاشقان وايي: د فقر او بېوزلۍ له امله بهرنیو ملکونو ته ځي، نو دا څنګه فقیران دي چې په زرګونو ډالر قاچاقبرانو ته ورکوي، هغه هم په ضمانت نه وي، ممکن مطلوب هېواد ته یې ورسوي یا و نه رسوي، نو دا څنګه فقر او بېوزلي شوه!؟ په زرګونو ډالرو باندې په خپل هېواد کې یو کار روزګار روانېدای شي، خو دا خلک د غرب د بې بندوباره ژوند عاشقان دي!
آيا کفري هېوادونو ته د کار لپاره سفر کول او هلته مېشتېدل روا دي؟
یوازې د داسې علومو د زده کړې لپاره تلل او سفر کول چې هغه په خپل هېواد یا نورو اسلامي ملکونو کې نه ترلاسه کېږي او مسلمانان اړتیا هم ورته لري، بیا په ځينو شرایطو سره کفري هېواد ته د هغو علومو د زده کړې لپاره تلل روا دي او له دې پرته جائز نه دي. اللهي قانون دی چې پاک او ناپاک سره جلا کوي، نو کوم کسان چې کفري نړۍ ته ځي، هغوی نجس دي، له خپل ټاټوبي پښې سپکوي او وځي.
الله جل جلاله وايي: ژباړه: که څوک کفري ملکونو ته تلل جائز ګڼي، هغوی چې کله ویده کېږي له هغه مخکې دې له ځانه سره سوچ او فکر وکړي، چې زه ځم، خپله کورنۍ هم بیایم، زما دا واړه ماشومان به د اسلام په مبارک دین قائم پاتې شي که نه؟[۳۷/انفال] رسول الله مبارک ویلي: «کل مولود یولد علی فطرة فأبواه یهودانه أو یمجسانه او ینصرانه» هر ماشوم په فطري ایمان سره پيداکیږي، خو مور و پلار یې یا یهودیان کوي یا یې مجوسیان کول او یا یې نصرانیان کوي. (متفق عليه)
نو اې لویدیځ ته تللیواو تلونکو! لږ په خپلو ګرېوانونو کې سرونه ښکته کړئ، د خپل ځان او اولاد په اړه غور وکړئ، ستا اولاد چې په ښوونځيو کې درسونه وايي، هغه هم په مسیحي ښوونځيو کې؛ آیا هغوی به مسلمان پاتې شي!؟ ډېر دا دلیل وايي، والله په پلاني هېواد کې دومره مسجدونه دي، دومره مسلمانان دي، په زور خو څوک کفر ته نه مجبوروي! سمه ده کفر (مسیحیت) ته دې نه اړ باسي، خو د هغو هېوادونو حکومتونو داسې ژوند د مسلمانانو د بچو لپاره برابر کړی وي چې هغه بېچاره ګان په ځان خبر هم نه وي او له اسلامه وتلي وي، یوازې په نومونو سره خو مسلمان نه پاتې کېږي، نوم به یې عبدالله، عبدالرحمن یا احمد وي خو عمل، کړه وړه او عقیده به یې د عیسوي وي او کله چې ستاسو اولاد د بلوغ مرحلې ته ورسېږي، نو د خپل هېواد خلک که درسره وي، له هغو سره به خيښي وکړي او که نه وي، بیا له مسیحیانو سره هم تاسو خيښي کوئ!!
نو اې لویدیځو هېوادونو ته تللیو! راځئ راشئ! خپل هېواد ته راشئ! د اړوندو هېوادونو په هدیرو کې ځانونه او اولادونه مه خښوئ، خپل ټاټوبي ته راشئ، د اسلامي امارت غېږ ستاسو لپاره خلاصه ده. او اې له وطنه تلونکو! له خپله وطنه مه وزئ، ستاسو هغه شعار څه شو چې ویل به مو: (وطنه مور یې زموږ!) ولې وطن پرېږدئ؟ او ستاسو یو بل مرشد به ویل: (پورې وي که سپوره، خو په شریکه به وي!) نو اوس چېرته درومئ؟

ساجدالله (عظمت)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *