افغانستان

په پروژو کې دې کورني توليدات وکارول شي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د خان سټیل له بېلابېلو برخو لیدنه کړې.د لیدنې په ترڅ کې د یادې کارخونې مسولینو د خپلو تخنیکي او مسلکي فعالیتونو په اړه بشپړ مالومات وړاندې کړي.ښاغلي جمال د خان سټیل له فعالیتونو خوښي څرګنده کړې او یاده کارخونه یې د هېواد د صنعتي سکتور پیاوړې بېلګه بللې.مولوي قدرت الله جمال په وینا، خان سټیل کارخونه په نړیوال سټینډرډ برابر تولیدات داخل او بهر ته وړاندې کوي.نوموړي د اوسپنې صنعت وده د هېواد د پرمختګ لپاره ارزښتناک ګام یاد کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې په پروژو کې د کورنیو تولیداتو کارونې ته پام وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *