ټولنه اوکلتورلیکنې

په چا ملنډې وهل

مشهور اردو ژبي ادیب (مشتاق احمد یوسفي) لیکي: ((زه دفتر ته له را رسېدلو سره سم یوه پیاله چای څښم. په هغه ورځ مې ایله اول غوړپ تر ستوني رسولی و، چې خبر راغی: کوم ښاغلی غواړي ما سره وویني. ما وویل: را ویې لېږئ!
له لنډ ځنډ وروسته دروازه خلاصه شوه، یو پوخ غنم رنګی تن چې اوږد کمیس یې پر تن و، خلاص ګرېوان یې درلود، په غاړه باندې یې ښه ډېر پوډر لګولي وو، په لاس کې یې ډول ډول تسمې او په غوږونو کې غوږوالۍ وې؛ را ننوت.
زما له ښه راغلاست ویلو سره یې سر وښوراوه او مخامخ کېناست. ما په سوالیه انداز ور وکتل. هغه په اطمینان سره را وکتل او ویې ویل: زه هم یو میراثي یم. (هغه کس چې د مړي سر ته ساندې وايي) .
زه ګډ وډ شوم، په بنده ژبه مې وویل: څه… څه مطلب؟
هغه لږ را نیږدې شو او ویې ویل: الله ج دې خوشحاله لره! له څو ورځو راهیسې مې اراده وه چې درسره ووینم. اورېدلي مې دي چې ته هم زما په څير… زما مطلب: ته هم خلک خندوې؟
ما ژر ځواب ورکړ: هو… خو زه مېراثي نه یم.
هغه په ډاډه ژبه وویل: ښه خبره ده. ما هم تر اوسه چا ته خپل حقیقت نه دی ویلی.
زما وینه وجوشېده، په غوسه مې وویل: عجیبه انسان یې! ته فکر کوې چې زه دروغ درته وایم؟ دا وګوره زما تذکره! موږ یوسفزي یو.
هغه د کارډ لیدلو سره تېز وخندل او ویې ویل: الله ج دې خوشحاله لره! هماغه خبره را ووتله که نه!
زما زړه غوښتل پرې ور ودانګم او ستونی یې ور خپ کړم. خو د کمبخت قد قامت ډېر ښه و؛ نو ځکه مې ځان قابو کړ او د راتلو علت مې ترې وپوښته؟
هغه په محتاطو نظرونو هاخوا دېخوا وکتل، بیا پر میز لږ را ښکته شو او ویې ویل: زه نوکري/ وظیفه غواړم.زه لومړی حیران شوم، بیا مې په غوسه ځواب ورکړ: دا د کومې سينما او سرکس دفتر نه دی! تا څنګه فکر وکړ چې دلته به میراثیانو ته وظیفه ورکول کېږي؟!
څو شیبې ما ته برګ و، بیا یې د لاس تسمې تاوې کړې او ویې ویل: دلته نه ، په کوم بل دفتر کې کار راته پیدا کړه.
ما به کوم سخت ځواب ته ځان تیاروه، چې یو دم مې ذهن ته ځانګړی خیال راغی او ومې موسل، د دفتر له ساتونکي مې هغه ته چای را وغوښته، خپله هم له څوکۍ سره یوځای راپاڅېدم او د هغه څنګ ته کېناستم.
د هغه په سترګو کې اندېښنه راښکاره شوه. ما یې په اوږه لاس ور کېښود او کړه مې: اشنا! تا ته ډېره ښه وظیفه پیدا کېدی شي؛ خو که ته ما وخندوې!
هغه د لېونیو په څير را وکتل چې ما یې هم له حالته خوند واخیست او په لوړ غږ مې ولړزاوه: هیلو! ویښ شه! او ما پوه کړه چې دا چیلنج دې قبول دی که نه؟
هغه یو ځل بیا د لاس تسمه تاوه کړه او سر یې د نه په معنی وښوراوه.
زه هم حیران شوم. هغه د میراثيتوب باوجود زما په څېر له یو معزز انسان نه ماتې منله. ما چې علت ترې وپوښت؛ نو هغه عجیبه ځواب راکړ:
ــ ما د خلکو خندول پرېښي.
زه په خپل ځای کې رانېغ شوم:
ــ دا څنګه ممکنه ده؟
هغه اوږده ساه واخیسته او په بېزارۍ یې وویل: خلکو خندل هېر کړي.
ما یوه اوږده خندا/ قهقهه وکړه او ومې ویل: دا ستا غلط فهمي ده، نړۍ نن هم خاندي، مزاحیه لیکنې لولي، کومیډیکې ډرامې ګوري او ټوکې خوښوي.
هغه د یوې ګوتې ګوتمۍ بلې ته بدله کړه، په مخ باندې بېرته را لویه شوې ږیره یې وګروله او ورو یې وویل: دنیا خاندي نه؛ د نورو په ذلت خوښي کړي.
ما بیا تېز وخندل: هغه څنګه وروره؟
هغه د کمیس له څنګزن جېب نه د ارازنه سیګرټو شړېدلی ډبی را ووېست او زما لور ته یې د اجازې غوښتنې په انداز را وکتل. ما ایش ټري ور مخکې کړه. هغه مننه وکړه او له سیګرټ نه یې اوږد کش ووېست.
زه یې لا د ځواب په انتظار وم، خو هغه یوه شېبه غلی و. بیا یې ناڅاپه وویل: ستا خوله د فلسطین د ګیدړ په څېر ده.
زه داسې شوم لکه برېښنا چې شارټ راکړی وي. له څوکۍ نه وښوېدم. په رګونو کې مې توپان راپورته شو. هغه زما په دفتر کې ما ته ګیدړ ویل. خبره رښتیا وه؛ خو خبره د رسوايي وه.
له دې وړاندې چې زه ګرم چای ور وشیندم هغه وویل: ستا یو جګره مار یار شهزاد نومېږي که نه؟
په پوره قوت مې چیغه کړه: هو نومېږي؛ خو زه څه وکړم؟
هغه ژر وویل: د هغه شکل د بینکاک د جمعدار په څېر دی.
زه بیا حیران شوم، په جملې مې یې یو څه سوچ وکړ او بېا مې بې اختیاره وخندل؛ تر دې چې ډيرې خندا وخوږولم.
درې څلور دقیقې مې دفتر کې د خنداو انګازې وې. په ډېره سخته مې ځان کنترول کړ او ومې ویل: شرم وکړه! کمبخته! هغه زما ملګری دی.
زما له خبرې اورېدلو سره میراثي په جدیت وویل: داسې خندا هغه مهال ولې نه درتله چې په تا مې ټوکه وکړه.
زه یو دم ولړزېدم، ټوله کیسه باندې مې سر خلاص شو.
دا زموږ لویه ستونزه جوړه شوې چې د نورو په غورځېدلو ښه ډېر خاندو، خو که څوک زموږ په لوېدلو وخاندي؛ نو ښه غوسه راشي.

محمدعلي عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *