
افغانستان
په چین کې د افغانستان سفیر د چین- افغانستان- پاکستان د ناورین د مدیریت په سیمینار کې ګډون وکړ
په چین کې د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفارت سرپرست سید محی الدین سادات د یاد هېواد د سره صليب په بلنه د یادې ټولنی په مرکزي دفتر کې د چین-افغانستان-پاکستان د ناورین د مدیریت سیمینار په پرانیست غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
سادات یاد سیمینار ته په وینا کې وویل چې که څه هم د طبیعي افتونو مخنیوی نشي کېدای، خو که د یادو افتونو تر پېښېدو وړاندې لازم احتیاطي تدابیر ونیول شي او له پیښېدو وروسته وضعیت په ښه توګه مدیریت شي، نو د طبیعي آفتونو له امله په اوښتو زیانونو کې ډیر کمی راتلای شي.
د سفير په خبره داسې سیمینارونه په دې برخه کې ډیر ګټور تمامېدی شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیمینار ته د افغانستان او پاکستان د سرې میاشتې ټولنو څخه لس لس چارواکي غوښتل شوي و او د ۷ ورځو لپاره به دوام وکړي.