افغانستان

په کابل کې له ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د ګلبهار په نوم یوه خیریه بنسټ نن په پلازمېنه کابل کې له ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د یاد بنسټ د رسنیو مسوول او ویاند محمد عمر ځواک د یادو توکو د وېش د پیل په مراسمو کې وویل چې په دغه توکو کې، اوړه، غوړي، وریجي او ۴ ډوله نور خوراکي توکي شامل دي، چې د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت په ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو وېشل کېږي.
د ځواک په خبره د یادو خوراکي توکو مجموعي قېمت څه د پاسه ۸ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د یاد بنسټ له لوري ورکول کېږي.
د نوموړي په خبره په نږدې راتلونکي کې به له شاوخوا ۳ زرو نورو اړمنو کورنیو سره هم د خوراکي توکو مرسته وکړي.
محمد عمر ځواک زیاته کړه، چې ولایتونو ته د مرستو لړۍ د غځوولو په موخه هلې ځلې روانې دي او تر دې دمه په ننګرهار، لغمان، کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم له اړمنو کورنیو سره مرستې شوې دي.
په ورته وخت کې یو شمېر کسانو چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راغلي وو، له باختر اژانس سره په خبرو کې خوښي څرګنده کړه، چې په دې سره به يې اقتصادي ستونزې تر یوه بریده حل شي.
یادو کسانو له نورو ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د روژې په مبارکه میاشت کې تر خپله وسه د بېوزلو کسانو لاسنیوی وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د ګلبهار بنسټ تر دې وړاندې هم له سلګونه کورنیو سره د سون او خوراکي توکو مرستې کړې وې او وزګارو ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه يې په پلازمېنه کابل کې د کېکو او کلچو یوه کارخونه هم پرانیستې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *