افغانستان

په کندهار کې د نوروزشاه برج او یخ کاریز ترمنځ د سرک جوړولو چارې پیل شوي

د کندهار ښاورالۍ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د نورزو شاه برج او یخ کارېز ترمنځ نښلېدونکي سړک چارې پیل شوې.
د یاد سړک د چارو د پیل پرمهال د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت الله وصال وویل، چی یاد سړک د خلکو د پرلپسې غوښتنو پر اساس د خلاصېدو تر څنګ رغول کېږي، چې په رغول کېدو سره به یې د ډنډ او پنجوايي ولسوالیو ترڅنګ د شپږمي او ۱۵ ناحیې اوسېدونکي پر لنډه لار ښار ته داخلیږي.
وصال همدارنګه زیاته کړه چې دغه سړک ۱۳۰ متره اوږدوالي او ۲۵ متره سور لري چې د استملاک سره پرې ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې په دریو میاشتو کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چی یاد سړک د رغولو کار په جریان کې به ۵۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *