
په کندوز کې زرګونه بې اسناده وسایط ثبت شوي
د کندوز د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې زرګونه بې اسناده وسایط ثبت شوي دي.د کندوز د امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت د جواز سیر آمر څارمن عبدالقیوم ابراهیمي د باخترآژانس خبریال ته وویل، تراوسه پورې یاد مدیریت په دې توانېدلی چې ۲۰ زره بې اسنادو وسایطو ته د ثبتولو فورم ووېشي، چې له دې جملې څخه ۱۲ زره وسایط په ډېتابیس کې ثبت شوي او د نورو وسایطو د ثبت بهیرهم دوام لري.نوموړي زیاته کړه، چې له ۲۰۰۰ څخه ښکته تر ۲۰۰۰ پورې د موټرو اسناد ۳۴۰۰ افغانۍ، له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۰ پورې ۵۴۰۰ افغانۍ، له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ پورې ۷۴۰۰ افغانۍ او د بار وړونکو، بسونو او پیکپ موټرو له ۲۰۰۰ څخه ښکته تر ۲۰۰۰ پورې ۴۹۰۰ افغانۍ ، له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۰ پورې ۶۹۰۰ افغانۍ او له ۲۰۱۰ څخه تر۲۰۲۰ پورې ۷۹۰۰ افغانۍ محاسبه کېږي.د يادونې وړ ده، چې شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې د کورنيو چارو وزارت په ټول هېواد کې له اسنادو پرته د موټرو د راجسټر لړۍ پيل کړې وه، چې په کې د کندوز ولايت هم شامل و او د کندوز د امنيه قوماندانۍ د ترافيکو مديريت مسوولين په دې وتوانېدل، چې ۱۲ زره ښي لاس موټر په ډیتابیس کې ثبت او اسناد ورکړي.