افغانستان

په ګمرکي بندرونو کې برېښنايي سکینر لګول کیږي

اقتصادي کمېسیون د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د نصب طرحه منظوره کړه
د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د خصوصي سکټورله لوري د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د نصب، د کور او ښار جوړولو وزارت پر اقتصادي طرحه او یوشمېر نورو موضوعاتو بحث وشو. په غونډه کې چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، تر هراړخیز بحث وروسته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د سکنرونو نصبولو طرحه منظوره شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د عامه – خصوصي مشارکت له لارې پر دې پروژه شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ پانګونه کوي.
د اقتصادي کمېسیون په دغه غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت پر اقتصادي طرحه هم بحث وشو. ددې طرحې له هراړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت پالیسي جوړوونکی دی، د پروژو سروې، ډیزاین او نظارت به دغه وزارت ترسره کوي او تطبیق یې بیا د اړوندو وزارتونو او ادارو مسوولیت دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *