افغانستان

په ۱۶ ولایتونو کې ۱۰۰ تاریخي ځایونه سروې شوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وویل چې په تېر کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ١٦ ولايتونو کې ١٠٠ تاريخي ځايونه سروې کړي دي. نوموړی وايي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۳۲ نوي تاریخي اثار ثبت شوي دي. نوموړي وویل چې دغه وزارت له هېواد څخه د تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي په موخه ګړندۍ هڅې کړي او د تاریخي ابداتو د بیارغونې په موخه هم کوټلي ګامونه اخیستل شوي دي. هغه وویل په ۱۴ ولایتونو کې د ځوانانو هغه تعلمي مرکزونه بېرته فعال او تجهیز شوي، چې ځوانانو به په کې په مختلفو برخو کې زده کړې کولې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *