نړۍ

په ۲۰۲۳ کال کې ۱۱۷ مېلیونه کسان په جبري توګه بې ځایه شوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي د تېر کال تر پایه په جبري توګه د بې‌ځایه شویو خلکو شمېر ۱۱۷.۳ مېلیونو ته رسېدلی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي ویلي چې په دې بې ځایه شویو کې کډوال، پناه غوښتونکي او هغه خلک شامل دي چې د تاوتریخوالي په بنسټ یې خپلې مېنې پرېښي دي.

په غزه کې، د صهیونستانو تېري او ړندو بمباریو شاوخوا ۱.۷ مېلیونه خلک چې د فلسطین شاوخوا ۸۰ سلنه نفوس جوړوي د داخلي بې‌ځایه کېدو لامل شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button