افغانستان

په ۲۵۰ راستانه شویو کورنیو ژمني توکي ووېشل شول

کندهار کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د نشراتو مسوول محمدشعیب حقاني سلام‌وطندار ته وايي چې د ارغستان ولسوالي کې یې د ٢٥٠ راستنو شویو کورنیو باندې ژمني توکي وېشلې دي.دغه کورنۍ تازه له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو د اېستلو بهیر کې د کندهار ارغستان ولسوالي ته رااړول شوې دي.په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته یوه ترکي بخارۍ او ۵۰۰ کیلو د ډبرو سکاره ورکړل شوې دي. د حقاني په وینا، یادې مرستې د ترکیې د سرې میاشتې په مالي ملاتړ وېشل شوې دي.

کندهار کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د نشراتو مسوول محمدشعیب حقاني زیاته کړه چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ګرځنده روغتیایي ټیمونو ډاکټران او نور کارکوونکي راستنو شویو ته پر روغتیايي خدماتو بوخت دي.
هغه همداراز وویل چې هره ورځ له ۲۵ تر ۴۵ کسانو پورې د (OPV) او (OPD) برخو کې د ناروغانو درملنه کوي چې ډېری یې ماشومان دي.
د پاکستان لنډمهالي حکومت د تېر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر پر دویمه له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې چې تر دې مهاله شاوخوا ۷۰۰زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه کړل شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *