افغانستاناقتصاد او رغونه

په ۶ ولایتونو کې د ۲.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوې

شریعت: د ملي تدارکاتو کمېسیون د نږدې ۲.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې.د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون د شپږو ولایتونو لپاره د دوه میلیارد او ۴۸۰ میلیون افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې کړې دي.د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت لیکلي چې سړکونه، د اوبو زېرمې، مجهزې تحویل‌خانې، احاطوي دېوالونه، د زرغونې سیمې جوړول او خلکو ته د څښاک اوبو او برېښنا برابرول په یادو پروژو کې شامل دي.سرچینه لیکي چې دغه پروژې په کابل، هرات، فراه، ننګرهار، کندهار او لغمان ولایتونو کې پلې کېږي.د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو پروژو لګښت د افغانستان اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *