
افغانستان
په ۸ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی
د هواپېژندنې د ملي ادارې له اټکل سره سم : نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر؛ هغه ولایتونه دي چې د درنو اورښتونو له امله د سېلابونو د بهیدو اټکل په کې شوی دی.یاده دې شي چې په افغانستان کې وروستیو اورښتونو په میدان وردګو، ننګرهار او لغمان کې ۵۰ تنه مړه کړل، سلګونه یې ټپیان کړل او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړه.
د هوا پېژندنې متخصصین وایي چې په افغانستان او پاکستان کې وروستي بې وخته اورښتونه او سېلابونه د اقلیمي بدلونونو نښې دي. دوې اوونۍ وړاندې په یوه څېړنیز راپور کې ویل شوي و و، چې اسیا په نړۍ کې د اقليمي بدلونونو له اړخه تر ټولو ګواښمنه لویه وچه ده.