
افغانستان هم د نړۍ له هغو وروسته پاتې هېوادونو څخه دی چې نه پرمختګ یې د وګړو د ژوند په هره برخه بد اغېز کړی، چې یو له هغو زده کړه ده.
که څه هم په دې وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د زدکړو بهیر د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی، زرګونه دولتي ښوونځي، د لوړو او نیمه لوړو زد ه کړو دولتي او خصوصي پوهنتونونه جوړ او دغه راز نور ښوونیز مرکزونه هم فعالیت کوي خو نیوکه دا ده چې په دې برخه کې د کمیت له اړخه کار ډېر،خو د کیفیت له لحاظه له ګڼو ستونزو سره مل دی.
هغه زده کوونکي چې عملاً په دولتي پوهنتونو کې زده کړې کوي، د زده کړو اوسني بهیر په اړه د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصل فرهاد آرین شريعت ورځپاڼې ته وویل، چې په پوهنتونونو کې د لازمو اسانتیاو نشتون، نامناسب چاپېریال او د پرمختللي درسي سیسټم نشتون د زده کړو له بهیره ستړي او نا میده کړي دي.
هغه زیاته کړه: «زموږ درسي میتود همغسې د پخوا پشان دی، نړۍ اوس ډېر پرمختګ کړی خو موږ ته یوازې د چپترو او کتابونو په یادولو اتکاء کېږي. د عملي کار لپاره زمینه نه ده برابره او نه ور ته پام شوی او په عملي برخه کې د پوهنتون درسي ماحول هغسې نه دی چې باید وي».
د ده په باور، همدا سبب دی چې له څلورکلنو زده کړو وروسته له محدودو کسانو پرته پوهنتون ټولنې ته هغسې ظرفیتونه او وړ اشخاص نه شي وړاندې کولی، چې اړتیا یې محسوسېږي.
په دې اړه د پوهنتون استاد اسد الله شهاب ويلي که څه هم د لازمو بشري ظرفیتونو په نه تولید کې د پوهنتون د ننه ستونزې تاييد کړې خو ویې ویل، چې د محصل په وړاندې د دې ستونزې په ایجاد کې د هغه کورنۍ او د کانکور ازموینه هم رول لري.
استاد شهاب وویل: «متأسفانه د محصل وړتیاو ته په کتو کورنۍ هغسې مشوره نه ورکوي، بلکې د کورنۍ د خوښې وړ ریشته پرې تحملېږي. د کانکور له لارې د ټیټو او جیګو نمبرو په حساب پوهنځیو ته جذب بله عمده ستونزه ده».
د نوموړي په وینا، د جبر او زور په صورت کې پوهنتون ته بریالی محصل نه شي کولی چې د شته استعدادونو خلاف نور استعدادونه وروزي او له ځانه یو ظرفیت جوړ کړي.
د کریکولم یا درسي میتود اړوند له محصلینو سره یوه اندېښنه دا هم ده، چې اوسني عصر او اړتیاوو ته په کتو معیاري نه دی او فکر نه کوي، چې له فراغت وروسته دې د عملي کار په ساحه کې له دوی سره لازمه مرسته وکړي.
ښاغلي شهاب په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې سره له دې چې له فراغت وروسته د کاري ساحې له غوښتنو او معیار سره سم د پوهنتونونو زاړه نصاب او کریکولم نوي کولو ته سخته اړتیا ده خو زیاته یې کړه، چې د استاد رویه هم په دې برخه کې ستر رول لري.
د نوموړي په باور، که محصل وغواړي چې نړۍ ته په کتو ځان عیار او اپډیډټ کړي خو استاد پرې هغه زاړه تشریحات په زور مني چې دی یې تدریسوي نو کولی شي چې د محصل علاقه راکمه او له فراغت وروسته دوی ته د ادارې له غوښتنو سره سم په کار کولو کې پر ځان د نه باور ستونزې جوړې کړي.
دغه استاد هغه حاشیوي مضامین چې ځینو تخصصي رېشتو ته ورننوتي اوهېڅ اړتیا یې نه لیدل کېږي، د محصلینو لپاره یو سرخوږی او د وخت ضایع وبلله او ویې ویل، چې د تخصصي مضمونونو په اړه د دوی تمرکز زیانمنولی شي او په کار ده چې د دې په لرې کولو د تخصص اړوند نوي او ګټور څه وراضافه شي.
د دې پوښتنې په اړه، چې ولې محصلین له فراغت وروسته د کار نه پیدا کېدو یا کاري ساحې ته له ورتګه په ویره کې دي؟ د نړیوالو اړیکو تازه فارغ شوي ماسټر وحید الله زهیر وویل، چې د پوهنتون له زده کړو سره سره محصلینو ته د هغو مهارتونو زده کول په کار دي، چې د رسمي یا غیر رسمي کار په بازار کې ور ته اړتیا وي، تر څو د اړوندو ادارو له تقاضاو سره ځان برابر کړي.
هغه د بهرنیو ژبو، کمپیوټر، په ځان باور او د فرزېنټېشن د وړاندې کولو د وړتیا په پیاوړي کولو ټینګار وکړ تر څو هر محصل له فراغت وروسته د دندې په پیدا کولو او د کار کولو اړوند په خپله وېره کنټرول ولري.
وموغوښتل چې د دغې ورځې په مناسبت د محصلینو د ستونزو په اړه د لوړو زدکړو له وزارت سره خبرې وکړو خو د هغوی سره په خبرو کولو بریالي نه شو.
که څه په هېواد کې د زدکړو بهیر د تېر په پرتله ډېره ښه شوی او د ځوان نسل ډېره برخه د لوړو زدکړو څخه برخمنه شوې،خو دا هر څه تر ډېره د شمېر او کمیت پر بنسټ شوي دي. د څرنګوالي او کیفیت له مخې او افغان محصلین د پوهنتون له دورې مخکې، د پوهنتون د درسونو په جریان کې او دغه راز د پوهنتون له فراغت وروسته اړ دي چې یو شمېر ناهیلې کوونکې ستونزې وګالي.
حکومت دې، په دې ۲۱مه پېړۍ کې د افغانستان پوهنتونونه په هغه سیسټم سمبال کړي، چې د کمیت پر ځای کیفیت لرونکي محصلین ترې فارغ شي. محصلین د ناهیلۍ له هغې ګردابه رابهر کړي چې له پوهنتون څخه مخکې او د پوهنتون له فراغت وروسته هم د کمترۍ له احساس او د بېکارۍ له روحي او جسمي شکنجې سره مخ وي.
نذیر منیب