مقالی اوتبصرې

پُل سوخته کې د سوځېدلو انسانانو معالجین!

تیره ورځ د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د پل سوخته شاوخوا سیمې یې پر نشه یي

خالق یار احمدزی
تیره ورځ د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د پل سوخته شاوخوا سیمې یې پر نشه یي توکو له روږدو کسانو پاکې کړې او په وینا یې چې هلته میشت معتادین یې صحي مراکزو ته استولي.
ظاهرا دا یو عادي هڅه ښکاري، خو که هلته څوک ورشي او له نږدې یې مشاهده کړي، واقعا دا یو لوی ابتکار او ستره کارنامه ده، چې د هلاکت له هغې منحوسې کندې څخه د انسانانو په عملي ژغورنه لاس پورې کیږي.
که څه هم د تیرې ادارې پرمهال، ورته اعلانات شوي وه، خو هغه ځکه بازاري، بې کیفیته او له حقیقت لرې ثابت شول، چې اصلي موخه یې له دې سوژې څخه، د ملت غولول او له نړیوالو څخه د متاع قلیل ترلاسه کول و.
که حقیقت ووایو، دا نو د تأسف، غمرازي او د لمن لمن اوښکو تویولو ځای وه، چې په سلګونو ځوانان، سپینږیري، آن ماشومان او میرمنې چې د ځینو یې تعلیمي کچه هم خورا لوړه وه، تر دغه مرګوني پله لاندې راټول شوي او په وژونکې نشه باندې یې ځانونه مصروف ساتلي و.
هغوی له کور او کلي لرې، په دغه کرکجن ځای کې زندګي غوره کړې وه، په کثافاتو کې ژوند ورته عادي او په خیرنو څیرو کې زیست یې ورته ملنګي بريښیده؛ ګواکې له نړۍ سره یې رامنځته شوی مدني پیوند نور لمنځه تللی او نور د ژوندانه خوږې یې د تل لپاره په ترخو بدلې شوې دي.
د جمهوریت پرمهال به مو چې د یاد پُل د سر نه لاندې خوړ ته کتل، په سلګونو انسانان به څوک د هیروینو په څکولو لګیا و،چا به د نشې ستنې تزریق کولې، څوک به په نشه کې ډوب پراته وه او چا به د تازه نشې لپاره امادګي نیوله.
د تعجب وړ خبره دا وه چې ېو شمېر یې په برملا توګه د یادو زهریله توکو په پیرودلو او پیرلو هم لګیا وه، کوچني کوچني دکانونه به یې دخوړ په منځ کې جوړ کړي وه؛ میزونه او چوکۍ به یې د شوکیس په حیث هم خپلې مخې ته نصب کړي و د رڼاګانو لپاره به یې ګروپونه هم لګول او برسیره پر دې به یې د هیروینو د تول له پاره کوچني کوچني ترازوګان هم ورسره په لاسو کې و.
بلې خواته د جمهوریت د چارواکو د مختلفو ارګانونو د کارمندانو لوکسې لوکسې موټرې هم د همدې پُل د پاسه لرې برې کیدې، معتادین د هیروینو په نشه کې ډوب او حکومتي خلک د قدرت په نشه کې غرق؛ یو د بل د حال نه بې خبره او یواځې به یې په ګډه مرګ ته شپې را لنډولې.
هغه مهال به که څوک د پُل سوخته د معتادینو د منډیې نندارې ته ورغلل، یقینا چې مدهوش به شو، چې آیا دا د یوه هیواد او حکومت په پلازمینه کابل کې ولاړ دی او که نه د افریقا په کوم ځنګل کې؟
هغه حکومت چې د لسګونو بډایه هېوادونو د غوښنو ملیاردیزو مرستو په مټ ولاړ وه او په پلازمینه کې یې د پوډریانو منډیې جوړه و، په لیدلو سره به یې خلکو د راتلونکي لپاره د خیر تمې سملاسي پرې شوې.
هغه مهال به د هېواد په پايتخت کابل کې د پوډریانو ډلې په مختلفو سیمو کې لیدل کیدې، پل سوخته، پل سرخ، پل ارتل او د شاه دوشمشېره مسجد شاوخوا هغه سیمې وې، چې پر نشو روږدو ځوانانو په کې په ډېر بد حالت کې ورځې شپې تېرولې.
تر پل سوخته لاندې خوړ کې ناست پوډریان چې له نشې زنګېدل او د سوال په تمه یې سرونه ځوړند نيولي وو، له وضعیت څخه یې په ډاګه معلومیدل چې دوی یا پر دې وژونکي حال قصدا اخته شوي یا هم د ژوند تروږمیو تر دې نامالوم مسیر رارسولي دي.
په ۱۳۹۴ل کال، د هغه مهال د روغتیا وزارت مرستیالې «ناجیه طارق» یوه رسنیز کنفرانس کې وویل چې د روږدو کسانو د درملنې لپاره په کال کې لږ تر لږه ۱۰ میلون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري، چې درې میلون ډالر ورته رسما ورکړل شوي او د نورو تمه هم لري.
خو نوموړې او اړوند وزارت یې بیا د سقوط تر ورځې پورې نه د هغو میلیونونو ډالرو ملموسه نتیجه ولس ته وړاندې کړه او نه یې هم خلکو ته کومه مثمره پایله جوته شوه.
دا چې امارت څنګه داسې اقدام وکړ، چې جمهوریت تر پایه ونه شو کړای، او د دغه ځای په ګډون یې ګڼې سیمې د هیرویینو له کاروونکو پاکې کړې؛ نو لامل یې د اسلامي امارت د مشرانو قاطعیت او له ملت سره صمیمي او نه شلیدونکې مینه ده.
خپل او پردي اوس ټول معترف دي، چې د اسلامي امارت بنسټ په ریښتینو واقعیتونو کیښوودل شوی، کله یې هم چې د کوم کار د پیل اراده کړې، هغه یې بیا له ننګونو سره سره هم مخته وړی دی؛ چې لنډه بیلګه یې د مخدره توکو د کرکیلې د مخنیوي ځانګړی فرمان وه، چې له مخې یې په ټول هیواد کې د یادو توکو د کر او قاچاق مخه په ټوله مانا ونیول شوه.
اوس چې اسلامي امارت د معتادینو د درملنې لپاره ملا تړلې او په مرکز او ولایاتو کې یې تر دې مهاله تر ۵۰ زره د ډیرو معتادینو درملنه کړې، دا څرګندوي چې اوسنی نظام له ټولو اقتصادي ستونزو سره سره، هڅه کوي د هیوادوالو ظاهري صحت او رواني روغتیا ته هم پاملرنه زیاته کړي.
ویل کیږي چې هیواد کې د معتادینو شمیر تر میلیونونو پورې رسیږي، چې لامل یې د بیکاري، ناوړه مهاجرتونو، بې بندوباریو او په لویه کې د تیرې ادارې عدم توجه وه، چې اوسنی نظام یې د درملنې ترڅنګ، ورته د اړینو د کاري بوختیاوو په موندلو او ورته په ځانګړې پاملرنې باندې مکلف بلل کیږي.
د تیر رژیم چارواکو که له معتادینو څخه د یوې پروژې په توګه کار اخیسته او همدا لار یې د غوښنو مرستو د حصول لپاره ارزانه او اغیزمنه لار بللې وه؛ اوسنۍ ژمنې ادارې بیا په تش لاس هڅې پیل کړې څو د خیالیګرو او غولوونکو ژمنو پر ځای، بنسټیز او او اغیزمن کار وکړي او د هیواد دغه ناروغه برخه له ټولنې سره بیرته د یوه صحتمند او روغې کتلې په حیث یوځای کړي.
راځئ د اسلامي امارت دغه ابتکار وستایو او ترڅنګ یې له امنیتي ځواکونو سره د هغو کسانو په تعقیب او نیولو کې همکاري وکړو، چې دغه زهریه مواد هیواد ته راوړي یا یې د پټ تولید لپاره هڅې پیل کړې
دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *