افغانستان

پکتيا او خوست کې د نويو درسي کتابونو د وېش لړۍ پيل شوه

شریعت: د پکتیا او خوست د پوهنې ریاستونو مسوولین، په دغه ولایاتو کې ښوونځیو ته د نویو کتابونو د وېش بهیر د پیلېدو خبر ورکوي.
د پکتيا پوهنې رياست مسوولين وايي چې مرکز ګردېز په ګډون لرې پرتو ولسواليو ته يې د ۴۰۰ زره درسي کتابونو د وېش بهير پيل کړی، چې ورسره به د زده کوونکو د کتابونو د کمښت ستونزه په بشپړ ډول حل شي.
د دغه ولایت د پوهنې رئيس مولوي عبدالوکیل خالد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې د پوهنې وزارت هدايت سره سم يې د زده کوونکو د قرطاسيې ستونزه هم حل کړې او هم د ۴۰۰ زره درسي کتابونو د وېش بهير پيل شوی، چې ورسره به د زده کوونکو د کتابونو د کمښت ستونزه په بشپړ ډول حل شي.
خالد زیاته کړه، چې په دغه ولايت کې ټول ۴۰۰ ښوونځي شتون لري چې له ډلې يې ۱۰۰ لېسې، ۸۷ منځني او پاتې يې لومړني ښوونځي دي.
د یو بل خبر له مخی، د خوست د پوهنې رياست مسوولين پر دولتي ښوونځیو د نویو درسی کتابونو د وېش د پیل خبر ورکوي.
د یادو کتابونو د وېش پرمهال د پوهنې وزارت استازي زاهد سلیمي باختر آژانس ته وویل، چې د خوست لپاره له لومړي تر دولسم ټولګی په پښتو او دري ژبو ١.١ میلیونه ټوکه کتابونه په نظر کې نیول شوي، چې له دې ډلې یې ٥٠١ زره او ١٣٦ ټوکه کتابونه د یاد ولایت د پوهنې ریاست ترلاسه کړي او پاتې نور به هم ژر ورته وسپارل شي.
سلیمي زیاته کړه، چې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ټول هېواد لپاره ٣٩ میلیونه ټوکه کتابونه په هندوستان کې چاپ شوي، چې د کرونا ناروغۍ له امله په هغه هېواد کې ځنډېدلي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *