افغانستان

پکتيا او پکتیکا کې څاروي واکسینيږي

د پکتيا او پکتیکا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې په دې ولايت کې ۱۵۰ څارویو ته د پوستکي ناروغۍ واکسین ورکول کېږي. د پکتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس مولوي عبدالروف سعيد وويل، چې د پکتيا لپاره ۱۰۰ زره او د پکتیکا لپاره ۵۰ زره ډوزه واکسین په نظر کی نیول شوي چې د زراعت او خوراک نړيوال سازمان FAO لخوا به تر چنګاښ میاشتې پورې ۹۰ % سلنه تطبيق شي. نوموړي زیاته کړه چې دغه واکسين د FAO موسسې لخوا د خصوصي سکتور ډاکټرانو په واسطه د دې ولايت مرکز ګرديز او ولسواليو کې يوازې غټو څارويو غواو خوسکيو
او مېښو ته ورکول کېږي.
په ورته وخت کې د پکتیکا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د خوړو او درملو ملي ادارې په ګډې همغږۍ د مرکز په شمول په ټولو ولسوالیو کې د غواګانو د پوستکي ناروغیو د واکسېنو ۵۰ زره ډوزه تطبیق کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *