افغانستان

پکتيا کې د چرګو سلګونه واړه فارمونه جوړېږي

شریعت: د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې خوړو نړیوال سازمان په مالي لګښت د هګۍ ورکوونکو چرګو ٥٨٨

شریعت: د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې خوړو نړیوال سازمان په مالي لګښت د هګۍ ورکوونکو چرګو ٥٨٨ واړه فارمونه جوړېږي.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس مولوي عبدالرووف سعيد وویل، چې د دغه رياست تر چتر لاندې د خوړو نړيوالې ادارې په مالي لګښت او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په تخنیکي همکارۍ مرکز ګردېز ښار کې د هګۍ ورکوونکو چرګو ۵۸۸ واړه فارمونه جوړېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د پکتيا د کرنې برخې مسؤول رحمت خان باختر آژانس سره په خبرو کې وویل چې د يادو فارمونو جوړولو لپاره يې تر دې وړاندې وسايل وېشلي او د چرګانو خونې هم جوړې شوې دي.
د نوموړي په وينا، اوسمهال یې ۵۸۸ کورنيو ته ۱۵۰ کیلو د چرګو دانه، ۳ د دانې او ۳ د اوبو لوښې ورکړل شول او نږدې راتلوونکو ورځو کې به پر هرې کورنۍ ته ۳۰ چرګان هم ووېشل شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين د اړمنو کورنيو لپاره د يادو فارمونو جوړېدل ګټور بولي او وايي، چې دغه فارمونه به د دوی کورني اقتصاد په پیاوړتيا کې مهم رول ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *