افغانستان

پکتیا کې تېر کال شاوخوا ۴زره پولیس له زده کړو فارغ شول

په پکتیا کې د امنیې قومندانۍ مسؤلین وايي، چې د ۱۴۰۲ کال له پیل څخه تر دې مهاله دغه روزنیز مرکز څخه د سوېل ختیځ زون په کچه ۳ زره ۹۷۰ پولیس له مسلکي او عقیدتي زده کړو وروسته فارغ شوي
دي.
په ورته وخت کې په یاد ولایت کې د اسلامي پولیسو د روزنیز مرکز قوماندان مولوي سمیع الله خالد وايي، چې یاد شمېر پولیسو ته د وسلو تخنیک، د چک پواینټ اصول، خلکو سره د ښه چلند، لومړنیو طبي مرستو، پر دښمن د عملیاتو د تر سره کولو او ورته نورو اړینو برخو کې اساسي مسلکي او عقیدتي زده کړې ورکړل شوې دي.
د هغه په خبره د پخوا په پرتله اوس پوليس زیات مسلکي شوي او ولس ته د پوره خدمت او امنیت ډاډ ورکوي.
د یادونې وړده، چې په دغه روزنیز مرکز کې د سوېل ختيځ زون «پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر» ولایتونو پولیسو ته مسلکي او عقیدتي زده کړې ورکړل شوې چې اوس مهال په اړوندو ولایتونو کې دندې ترسره کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button