افغانستان

پکتیا کې د اختطافچیانو ۶ کسیزه ډله نیول شوې

کورنیو چارو وزارت ویلي، د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په یو لړ هدفي عملیاتو کې د انسان تښتوونکو شپږ کسیزه ډله نیولې ده.

یاد وزارت ویلي، د انسان تښتوونکو دې شپږ کسیزې ډلې څه موده وړاندې له جرمني یو راستون شوی افغان تښتولی و.

د خبرپاڼې پر اساس د امنیتي ځواکونو د پرلپسې هڅو په ترڅ کې دا شپږ کسیزه ډله نیول شوې او تښتول شوی کس یې روغ رمټ له منګولو څخه ژغورل شوی دی.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په لویو لارو او ښارونو کې د جنایي جرمونو پېښې په بې ساري ډول کمې شوي او امنیتي ځواکونه شپه او ورځ ټول هېواد کې د غوره امنیت د ټینګښت په موخه هڅې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button