افغانستان

پکتیا کې د څه د پاسه ۲۳ میلیونو افغانیو په لګښټ د ۷ شبکو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول

د پکتیا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې په برخو کې د څه د پاسه ۲۳ میلیونو افغانیو په لګښت د ۷ شبکو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول.
د پکتیا د کلیو بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي میرزاجان صادق د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز، زرمت، جانيخېلو او سیدکرم ولسوالیو کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۲۳.۳ میلیونو افغانیو په لګښت د ۷ شبکو د جوړولو تړونونه له ځايي پراختیايي شوراګانو سره لاسلیک شول.
هغه زیاته کړه چې د یادو شبکو په جوړېدو سره ۱۵۰۰ کورنیو، یوې مدرسې، ۹ جوماتونو او څلورو ښوونځيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي.
د سیمې اوسېدونکي د یادو شبکو په رغولو خوښ دي او وايي چې په دې سره به د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو شبکو په پیل سره به سلګونه ځايي اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *