افغانستان

پکتیا کې روغتیايي دفتر پرانېستل شو

پکتیا کې د طبي شورا دفتر مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د سوېل ختیځ زون په کچه د روغتیا برخې معیاري کېدو لپاره دغه دفتر پرانېستی دی.
د افغانستان طبي شورا تخنيکې سلاکار احمدشاه شکوه‌مند د یاد دفتر پرانېستلو پر مهال وويل چې ياده شورا د هېواد په کچه يوه خپلواکه اداره ده او په وینا یې، د روغتيا او لوړو زده‌کړو وزارتونو سره په ګډه کار کوي چې د روغتيا برخه کې ستونزې راکمې او معياري خدمتونه وړاندې شي.
دغه شورا به د روغتيا برخه کې د خلکو شکايتونه څېړي، د ډاکټرانو اسناد به ارزوي او کېفيت ښه‌والي، جوازونو ورکړې او نورو برخو کې فعالیت وکړي.
د هغه په خبره په ګردېز کې د ياد دفتر په پرانيستې سره به د سويل ختيځ زون کې د روغتيا برخې کارکونکو ته اسانتياوې هم رامنځته شي.
د افغانستان طبي شورا تخنيکې سلاکار احمدشاه شکوه‌مند ټينګار وکړ چې د روغتيا برخه کې د خلکو شکايتونو ته به هم رسېدنه وکړي.
هر کال زرګونه افغانان له هېواده بهر د ناروغیو درملنې لپاره سفر کوي چې له دې درکه میلیونونه ډالر له هېواده وځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *