افغانستان

پکتیا کې ۹ زرو کسانو ته کاري زمینه برابرېږي

د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي چې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له لوري د دې ولایت په مرکز ګردېز سربېره زرمت، احمد آباد او سیدکرم ولسوالیو کې د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانیستل شوه. د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمر وايي، چې د دې پروژې اساسي موخه خلکو ته د کاري زمينې برابرولو سربېره د باراني اوبو او د ځمکې لاندې د اوبو سطحې ټيټوالې کنترول دی تر څو اوبه په ښه ډول مدیریت او د بې ځایه ضایع کېدو څخه يې مخنیوی وشي. نوموړي زیاته کړه، چې دغې پروژې پلې کېدو سره به څه د پاسه ۹ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. د نوموړي په وینا د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې په چوکاټ کې به ۵۹ کوچنۍ بېلابېلې ساختماني پروژې هم پلې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *