افغانستان

پکتیکا کې د سړک بیا رغولو چارې پیل شوې

د پکتیکا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت مرکز ښرنې ته اړوند د نوي ملکانو په کلي کې د ۶.۵ کيلو مترو په اوږدوالي د یوه سړک او د ۷ متره استنادي دېوال د بیارغولو خبر ورکړی دی.د دغه ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رئيس مولوي خان محمد احمد باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د یاد ریاست په مالي ملاتړ د ۲۵۸ زره ۴۰۰ افغانيو په لګښت۶.۵ کیلو متره سړک او ۷ متره استنادي دېوال بیا رغول کېږي.د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د کلیو بیارغوني او پراختیا ریاست له لوري د تخریب شویو فرعي سړکونو د ترمیم چارې رواني دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *