اقتصاد او رغونه

پکتیکا کې د نفتو او ګازو دولتي پمپ جوړېږي

د پکتيکا ځایي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۸میلیونه افغانیو په لګښت د نفتو او ګازو دولتي پمپ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یاد ولایت د انحصاراتو عمومي مدیر مولوي عبدالمالک فاروقي ویلي چې  دا د خلکو اساسي غوښتنه وه او په دې سره به د دغه ولایت خلکو ته  ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

فاروقي زیاته کړې، چې خلکو ته د سهولت رامنځته کولو په پار یې ۲۰۵۰ متره مربع ځمکه د تېلو پمپ او د ګازو شرکت لپاره ځانګړې کړې، چې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت به یې چارې د څلورو میاشتو په موده کې په اساسي ډول د جي وي جي شرکت له لوري بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه پمپ په جوړولو سره به له یو پلوه د نفتي موادو بیې کنټرول شي او له بل پلوه به د بې کیفیته تېلو او ګازو مخنیوی وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button