افغانستان

پکتیکا کې یو مسلخ جوړ شو

د ښرنې ښاروالۍ مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز ښرنې کې د چرګانو د حلالولو لپاره د یونیم میلیونو افغانیو په لګښت یو مسلخ جوړ او ګټي اخېستنې ته وسپارل شو.
د ښرنې ښاروال مولوي محمد ناصر هلال وایي، چې د ښار د پاکوالي لپاره هڅه کوي او په دې برخه کې به ډېر کسان په کار وګوماري.
د ښرنې ښاروالۍ ریاست د مشورتي بورډ معاون خلیل الله همراز وویل، چې ښاروالۍ ریاست د قصابانو لپاره مشخص ځای معلوم کړی، تر څو هلته غوښه وپلوري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *