
پېړۍ وروسته د افغان تاريخ یو باب!
عموماً ژوندي خلک په اسانه نه سره جوړېږي، هر څوک مختلف نظرونه لري او هر يو يې ځان پر حق بولي، خو بيا اصلي فيصله تاريخ ته پاتې کېږي، کلونه وروسته چې نوی نسل خپل تاريخ لولي، هغوی بيا دا هر څه ښه درک کولای شي، هغوی پوهېږي، چې څوک سلامت او څوک ملامت وو؟
هسې خو د نړۍ هر خائن او هر غدار په خپل وخت کې ځان اتل ګڼلی او يو څه پلويان به يې هم حتماً درلودل، مګر په بله زمانه کې تاريخ د هغوی په هکله داسې فيصله کوي، چې پلويان او باداران يې ټول ټول په يوه تله تلل کېږي او په ډېره واضح توګه د اتل او خائن تفکيک کېږي.
نو خير که اوس نه سره جوړېږو، خو زمانه وروسته به تاريخ زموږ د هېواد په هلکه يوه پاڼه کې داسې وليکي:
د شلمې پېړۍ پای کې له ډېرو اوږدو جګړو وروسته؛ بالآخره افغانانو شوروي اشغالګرو ته ماتې ورکړه او د (۱۳۶۷هـ.ش )کال د دلوې مياشتې په ۲۶مه وروستي شوروي عسکر له افغانستانه ووتل، هغوی ولاړل، خو له خپل جوړ کړي کمونيستي حکومت سره يې مرستې کولې، بيا له څو کلونو جګړو وروسته بالآخره په (۱۳۷۱هـ.ش) کال د ثور مياشتې په اتمه افغان مجاهدين وتوانېدل، چې د شورويانو پاتې شونی کمونيست حکومت هم ور نسکور کړي،خو له بده مرغه؛ د کمونيست رژيم تر سقوط وروسته، افغان مجاهدين خپلو کې سره ونښتل، انارشېزم پيل شو، داخلي جګړو زور واخيست، جهادي رهبران د واک پر ونډه نه سره جوړېدل او داسې ناوړه حالت رامنځ ته شو، چې هر افغان پر خپل ژوند تنګ ؤ. هو! د دغو ټولو بدبختيو وجه دا وه، چې د مجاهدينو صفونه متعدد وو او ځينې يې مستقيماً د پرديو استتخباراتي کړيو له خوا تمويلېدل، چې له همدې امله يې ونه شول کولای چې په خپلو کې يوې روغې جوړې ته ورسېږي.
يوازې په کابل کې په لسګونو حکومتونه وو، له ملوک الطوائفي بدتره حالت و، اول خو ټول هېواد د مجاهدينو په نوم لويو ګوندونو سره وېشلی ؤ، ورپسې په هر ګوند کې په لسګونو او سلګونو ډلې وې، چې هر يو يې ځان جدا واکمن ګاڼه، په هر ولايت، هره ولسوالۍ او بيا په هر کلي کې بېل بېل پاټکونه وو، داسې ياغي او باغي قومندانان چې له ځانه پرته يې د هېچا نه منله، هر غل او ډاکو ځان مجاهد ګاڼه او د ملت هر څه يې ځان ته روا ګڼل، نه د خلکو سر په امن ؤ، نه مال او ناموس.
خلک له دې وضعيته تنګ شول، بالآخره په (۱۴۱۵هـ. ق) کال د محرم الحرام مياشتې په ۱۵مه ، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ملا محمد عمر مجاهد له يوې مدرسې راپورته شو، خپل درسونه يې لا پای ته نه وو رسولي، د يو څو ملګرو په ملتيا يې په خپله سيمه کې د زورواکانو او پاټکيانو پر مرکز بريد وکړ، هغوی يې وځغلول او خلک يې د هغوی له ظلم او شره په امان کړل، ورپسې يې لږ ور هاخوا د پاټکيانو پر يو بل مرکز بريد وکړ، هغوی يې هم پسې وځغلول، همداسې ورو، ورو د ملا صاحب ملګرو پرمختګ کاوه، يو څه ساحه يې تصفيه کړه. په همدې سيمه کې، چې څه موده وړاندې د هېچا هېڅ شی په امن نه ؤ، اوس ټولو خلکو د ارامۍ او خوشحالۍ احساس کاوه، عجيب امنيت ؤ، د خلکو سر، مال، ناموس او هر څه په امن وو، حتی له کوره بهر هم د چا څه شی نه غلا کېدل. د دې وضعيت په ليدو د شاوخوا کليو خلک هم راغلل او له ملا صاحب يې وغوښتل چې زموږ سيمې هم تصفيه کړه، موږ دې هم ملګري يو. هماغه ؤ، چې ملا صاحب او ملګري يې لاس په کار شول، يو څو ميله نوره وسله يې هم پيدا او د پاټکيانو پر نژدې مرکزونو يې بريدونه وکړل، هغوی هم له لږ او ډېر مقاومت وروسته وتښتېدل او ياده ساحه هم د ملا صاحب تر کنټرول لاندې راغله.
هغه مهال اکثره رښتيني مجاهدين په کور ناست ؤ او نه يې غوښتل چې په داخلي جګړو کې ښکېل شي، بل طرف ته غلو او ډاکوګانو د مجاهدينو په نوم پاټکونه جوړ کړي وو او خلک يې لوټل. دا حالت له زغم وتلی ؤ، خلک انتهايي بې حوصلې وو، نو ځکه د ملا صاحب ملګري ورځ تر بلې په زياتېدو وو. د ملا صاحب کاروان ته خلکو د ملائکو خطاب کاوه، ځکه پر کومه ساحه به چې د ملا صاحب تر کنټرول لاندې راغله، هلته د يوې افغانۍ غلا امکان نه درلود، پاټکونه ټول ختم شول او خلکو د نوي ژوند احساس کاوه. غريبي زياته وه، د اوږدو جګړو له امله خلک بيخي زيات فقر ځپلي وو، خو دا چې امنيت راغی او د خلکو سر، مال او عزت په امن شو، نو هاغه وخت دا ډېره لويه خوشحالي وه.
له همدې امله د ملا صاحب کاروان ورو، ورو لويېده، تر دې چې ټول کندهار يې تصفيه کړ، بيا دا لړۍ نورو ولايتونو ته وغځېده، تر دې چې د هېواد زياتې سيمې د طالبانو تحريک تر ولکې لاندې راغلې، نو د (۱۴۱۶هـ.ق) کال د ذوالقعدې مياشتې په ۱۵مه ، په کندهار کې تر (۱۵۰۰) زيات نوميالي او مشهور علماء راجمع او ټولو په يو غږ د طالبانو اسلامي تحريک ننګه وکړه، د ملا محمد عمر مجاهد امارت يې تأييد کړ او هغه ته يې د «اميرالمؤمنين» لقب ورکړ. بيا د (۱۳۷۵هـ.ش) کال د ميزان مياشتې په ۶مه د هېواد پلازمېنه (کابل) هم د اسلامي امارت تر ولکې لاندې راغی، ورپسې په لنډه موده کې د هېواد د مرکزي او شمالي سيمو په شمول، (۹۵) سلنه خاوره د اسلامي امارت تر واک لاندې راغله او په ټول هېواد کې بې مثاله امنيت تأمين شو، ټول غله، ډاکوان او پاټکيان يې پسې وځغلول او د کمونيست رژيم وروستی مشر ډاکتر نجيب يې هم وواژه او د ارګ مخکې ته په آريانا چوک کې يې راځوړند کړ.
دا مهال تقريباً ټول هېواد د يو قوي مرکزي حکومت (اسلامي امارت) تر مشرۍ لاندې ؤ، د دښمنانو له خوا د افغانستان د تجزيې ټول پلانونه خنثی او په خړو اوبو لاهو شول، يوازې د بدخشان، پنجشير او تخار شاوخوا يو څه سيمو کې د پاټکيانو مقاومت روان وو، چې اکثره يې هلته سره غونډ شوي وو او پاتې نور يې تاجيکستان، ايران او پاکستان ته وتښتېدل.
د هېواد پر پلازمېنه (کابل) تر واکمنېدو وروسته؛ د اسلامي امارت واکمنۍ پنځه کاله دوام وکړ. په ياده موده کې په افغانستان کې بشپړ امنيت تأمين ؤ، هېچا ته د هېڅ شي خطر نه ؤ، حکومتي سيستم داسې روان ؤ، لکه د خيرالقرون زمانه چې وي، حاکمانو ډېر ساده ژوند درلود، هر افغان کولای شوی، پر هماغه شېبه له خپل والي، وزير، رئيس او قاضي سره وګوري. حدود جاري وو، هېچا د قتل، غلا، زنا او نورو ناوړه افعالو تر سره کولو زړه نه شو کولای، که چا به څه جرم وکړ، له کوم توپير او استثناء پرته سزا ورکول کېده.
نور بيا…
لومړۍ برخه – سعيد غلجی