لیکنېمقالی اوتبصرې

ځان بسياينې ته څنګه رسېدای شو ؟

افغانستان له لسيزو بې ثباتۍ، جګړو او ناخوالو وروسته د سياسي، امنيتي او اقتصادي ثبات لور ته روان دی او له ډېرې مودې وروسته افغانان د فزيکي او رواني امنيت احساس کوي او سرپرست حکومت هم د قوشتيپې کانال او واخان پراختيايي پروژو په شان بنسټيزو کارونو ته لومړيتوب ورکړی او په بشپړېدو سره به يې له اقتصادي پلوه افغانستان پر ځان بساينې ته نږدې شي.
د واخان له لارې له چين سره د افغانستان نښلول د هغې ستراتيژۍ برخه ده چې په ۲۰۰۲ ز کال کې په جاپان کې نړيوالو مرستندويه هېوادونو غوره وبلله، د دې ستراتيژۍ له مخې هڅې کېږي،چې افغانستان په سيمه کې په يو ترانزيتي هېواد بدل شي، په همدې موخه د هغه حلقوي سړک د جوړونې پروژه بېرته را ژوندۍ شوه،چې خداي بښلي سردار داود خان په ۱۹۶۰ ز کال کې پيل کړې وه. د وريښمو د پخوانۍ سوداګريزې لارې په جوړېدو سره به افغانستان وکړای شي له چين سره نېغ په نېغه سوداګري پيل کړي، د همدې لارې له برکته به افغانان نور اړ نه وي،چې له چين څخه د پاکستان له لارې واردات وکړي او پاکستان ته ډېر گران ترانزيتي محصولات ورکړي، افغان سوداگر به په اسانه توگه وکولای شي، چې چينايي توکي د واخان له لارې هېواد ته وارد او خپل توکي به اروپايي هېوادونو ته ورسوي. همدا راز به د سيمې نور هېوادونه لکه ايران، ازبيکستان او ترکمنستان هم گټې لاسته راوړي او د اوږدو ځمکنيو او سمندري لارو پر ځای به نېغ په نېغه د افغانستان لنډه لاره له چين سره د سوداگرۍ لپاره وکاروي.
که له یوې خوا حکومت بنسټيزو او پراختيايي پروژو ته لومړيتوب ورکړی او درګرده يې د ټول هېواد په هره ولسوالۍ کې د يو چک ډم جوړول تر پلان لاندې نيولي او د سالنګ او واخان لويو لارو جوړېدو ته يې لومړيتوب ورکړی، له بلې خوا د سرتاسري امنيت او ثبات له ټينګېدو سره سم په هېواد کې د پانګونې لپاره تر بل هر وخت ښه زمينه برابره شوې او ډېرو کورنيو پانګه والو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده او اوسني ډاډمن امنيت ته په پام سره ښايي روان کال ځينې هېوادونه د کانونو، انرژۍ توليد او د اوبو مديريت په برخه کې هم پانګونه وکړي.
داچې افغانستان له لسيزو، جګړو او
نا خوالو وروسته د آبادۍ او ځان بسياينې په لور ګړندي ګامونه اخلي او د پوره ثبات او امنيت په راتلو سره يې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره دوستانه سوداګريزې او ديپلوماتيکې اړيکې جوړې کړې، خو تېرو دوامدارو ستونزو ته په کتو د افغانستان د بسياينې او ترقۍ لپاره بسنه نه کوي، نو په کار داده، چې د يو په ځان بسیا هېواد جوړول پلان، ډېرو بنسټيزو هڅو ته اړتيا لري، نو دې مهمې اړتيا ته په کتو څنګه کولای شو، ځان بسياينې ته ورسېږو؟
د افغانستان د ځان بسياينې لپاره بايد ځينې مهم مسايل په کور د ننه هم تر کار لاندې ونيول شي:
کورني توليدات : د کورني صنعت د پراختيا او د هېواد د اړتيا وړ محصولاتو او خدماتو د توليد لپاره پلان جوړول خورا مهم دی، د کرنې، خدماتي سکتورونو د پرمختګ لپاره بايد سم پلان جوړ او پلی شي.
د زيربناوو پياوړتيا : د قوي زيربناوو جوړول لکه سړکونه، بندرونه، هوايي دهلېزونه او مخابراتي شبکې به د هېواد سوداګرۍ او اقتصادي پراختيا ته وده ورکړي.
د کرنې سکتور پراختيا: د کرنې سکتور يو له خورا مهمو سکتورونو څخه دی، چې د ځان بسيا کېدو په لاره کې مرسته کوي، د يو خودکفا هېواد په جوړولو کې پانګه اچونه پلان جوړول، پياوړې اقتصادي ستراتيژۍ او په مختلفو مهمو عواملو تمرکز هغه څه دي،چې د کرنې پراختيا ته وده ورکولای شي او هېواد د خوراکي توکو په توليد کې پر ځان بسيا کړي، نو د کرنې په سکتور کې پانګونه، د کرنې پراختيا، د څارويو پالنه، بڼوالي او د اوبو له سرچينو څخه غوره ګټه اخيستنه اغېزمن تمامېدای شي.
صنعتي پراختيا : د کرنيزو او معدني محصولاتو لپاره د ځای بدلون او پروسس کولى شي په بهرنيو صادراتو باندې تکيه راکمه کړي او د ځان بسياينې کچه لوړه کړي. د مختلفو صنعتونو پراختيا لکه د خوړو صنعت، د ټوکر صنعت، فلزي صنعت او ساختماني صنعت کولی شي د کار پيدا کولو او اقتصادي وده کې خورا اغېزمن رول ولوبوي ، په هېواد کې د ځان بسياينې تر لاسه کولو لپاره بايد د توکو او خدماتو د توليد لپاره د طبيعي زېرمو، د کار ځواک، صنعتي او کرنيزو ظرفيتونو، مالي سرچينو او نورو لازمو کړنو ته لومړيتوب ورکړل شي، د بېلابېلو صنعتونو او توليدي سکتورونو د پراختيا لپاره پلان جوړ او په ستراتيژيکو صنعتونو تمرکز وشي.
اوسنيو شرايطو ته په کتو د افغان ولس همدا غوښتنه ده،چې په هېواد کې کاري فرصتونه ايجاد شي، انکشافي پروژې پلې شي، نړيوال بنديزونه ختم شي او دې ته ورته نورې غوښتنې لري، دا ولسي غوښتنې دي، چې د سيمې او نړۍ هېوادونه بايد له افغانستان سره ښې اړيکې ولري او افغانستان هم له ټولو زياته اړتيا دې ته لري،چې بايد د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړيکې ټينګي کړي، ترڅو له راغلي امنيت او پرمختګ څخه په ښه ډول ګټه واخلي!

راشد آرين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *