افغانستان

ځوانانو ته د کار موندنې لپاره پنځو مؤسسو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د پنځه کورنیو موسسو ترمنځ د ځوانانو لپاره د کار موندنې او په هېواد کې له اړمنو ماشومانو سره د هر اړخیزې مرستې په موخه یو کلن هوکړه لیک لاسلیک شو. د دغه وزارت له نړیوالو مرستندویوبنسټونو وغوښتل چې له اړمنو افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي. د یادو بنسټونو مسوولینو په دغه بهیر کې پر روڼتیا ټينګار وکړ او وې ویل چې په بېلابېلو ولایتونو کې به د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ خپل خدمات پيل کړي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې اړمنو کسانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د کورنیو او بهرنیو بنسټونو لپاره زیاتې آسانتیاوې
برابروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *