دینې لیکنې

ځوانان او د ښځو فتنه!

حسان مجاهد

په نن زمانه کې له یو لړ هغو فتنو څخه مسلمان ځوانان ورسره مخ دي، يوه هم د ښځو فتنه ده او دا تر ټولو سخته او زيانمنه فتنه ده؛ رسول الله ﷺ فرمايي: ما له ځانه وروسته د ښځو له فتنې پرته بله هېڅ داسې فتنه نه ده پرېښې، چې د نارينه وو لپاره ډېره زیانمنه وي.[البخاري کتاب النکاح]

هغه أسباب چې ځوانان یې د ښځو په فتنه کې ښکېل کړي

١_ په ټولنيزو رسنيو، تلوېزیوني چینلونو، سريالونو، ډرامو او بېلابیلو خپرونو کې د لوڅو ښځو عکسونه او فلمونه.

٢_ په مجلو، اخبارونو، مهالنيو، تجارتي اعلاناتو او ښاري لوحو د ښکلو او جالبو ښځو عکسونه.

٣_ په بازارونو او سړکونو د بې حجابه ښځو آزادانه او عامه ګرځېدل.

٤_د ټليفوني تماس په ذريعه د پرديو نجونو او هلکانو تر منځ پټې او نامشروع اړیکې ساتل.

٥_په سیاحتي پارکونو، تفريحي ځايونو او د کال په مختلفو نمانځغونډو او مېلو کې د ښځو او نارينه وو اختلاط(ګډون).

٦_ساز، موسیقي او د ډمو سندرغاړو سندرې اورېدل.

 ٧_په ښوونځيو، مؤسسو، کارخونو، مارکیټونو، هوټلونو او ترانسپورتي شرکتونو کې د نارینه وو او ښځو تر منځ اختلاط.

٨_ عشقي او افسانوي کتابونه، ناولونه او کيسې لوستل.

د يادې فتنې دنیوي او اخروي زيانونه

١_ کفر او له خپل دينه انحراف: د تاريخ په اوږدو کې دا په یوځل نه په ځلونو پېښه شوې،چې د يو چا له کافرې ښځې سره علاقه پيدا شوې، په نتیجه کې یې خپل دين پرېښى او کفر يې قبول کړی دی؛ إبن جوزي رح په خپل کتاب(ذم الهوا) کې په دې بحث مستقل باب ايښى دی، چې کوم کسان د مجازي عشق له امله کافران شوي دي. نن سبا زیات شمېر مسلمانان ځوانان د کافرو ښځو فتنه کې ولوېږي، بالآخره له خپل اسلامي هېواد څخه کډه شي او هملته له خپلې ښځې سره یا یهودي شي او یا هم نصراني شي.

٢_ تریخ ژوند: ډېر ځوانان چې کله خپله معشوقه له لاسه ورکړي، نو سمدستي د ژوند له ترخو تجربو او کړاوونو سره مخ شي او ډېر وخت له خپل ژونده تردې کچې تنګ شي چې ځان وژنه وکړي.

٣_له الهي احکامو سرغړونه: کوم ځوانان چې د ښځو په فتنه او ناروا عشق کې را ګير وي، ټول وخت يې له الهي احکامو په سرغړونه کې تېریږي لکه: پرديو ښځو سره خبرې، هغوی سره يوازيتوب، هغوى ته کتل او هغوی سره د زړه تعلق ساتل.

٤_ ناروغۍ: دوی په ډول ډول رواني او روحي ناروغيو اخته وي.

٥_بېکاري: داسې ځوانان تل په فکرونو او غمونو کې ډوب وي، له ديني او عصري زدکړو او د دنيا له بل هر ډول کسب څخه زړه توری او بې برخې پاتې وي.

٦_خپل هدف له یاده ایستل: داسې ځوانان د ژوند تر ټولو ستر ارمان او هدف خپلې معشوقې ته رسېدلي  او هغه پاک او سېيڅلى هدف یې له پامه غورځولی وي، چې د هغه لپاره دې پيدا شوی دی.

٧_د خلکو په زړونو کې منفور کېدل: دا ډول ځوانان د خلکو په زړونو کې منفور او د هغوی پر وړاندې داسې سپک او بې قدره وي چې څوک د سړي په سترګه نه ورته ګوري.

٨_ د مور او پلار نافرماني: دا ډول ځوانان ډېر وخت له مور او پلار نافرمانه وي او د کورن دغړو تر منځ شخړې او اختلافات رامنځته کړي.

٩_نعمتونه ضايعه کول: دوی خپل قیمتي عمر، ورځنی ژوند، خدای ورکړي سالم حواس/اندامونه، مال او سامان ټول د ناچیزه نفسي غوښتنو په مينه کې مصرفوي.

١٠_ له حقه ړوندوالی: د دوی زړونه سخت شي، د عبادت ذوق او خوند له لاسه ورکړي، د مخلوق په مينه کې تر دې کچې ډوب شي چې غوږونه يې د حق له اورېدلو کاڼه او سترګې یې د حق له ليدلو ړندې شي، هره ناروا ورته ښايسته ښکاري او له خالق او مخلوق څخه د حیا ماده په کې ختمه شي.

دښځو له فتنې څخه د خلاصون لارې

١_ د نظر ساتنه: پرديو ښځو ته کتل یو ډول زنا ده؛ ځکه رسول اللهﷺ فرمايي: د سترګو زنا(پرديو) ته کتل دي. [بخاري]

علامه شنقیطي رح ليکي: دا څرګنده خبره ده چې نظر د زنا لامل دی؛ ځکه څوک چې د ښځې ښايست ته ډېر ګوري، هغه د دې لامل شي چې په زړه کې یې د هغې ښځې مينه پيدا شي او په پایله کې دا ناروا مينه د هلاکت(زنا) سبب وګرځي، ځکه نو ناروا نظر د زنا یو استازی دی.[تفسير اضواء البيان]

ابن قيم رح ليکي: حرام نظر په زړه کې داسې اغېز کوي، لکه غیشی په ښکار کې، غیشی که ښکار ونه وژني، زخمي کوي يې خامخا.

٢_ د ښځو له فتنې وېره: ستر تابعي سعيد ابن مسیب رح( په داسې حال کې چې عمر يې تر اتيا کاله اوښتی و او په يوه سترګه ړوند و) وايي : زه دښځو له فتنې ډېر وېريږم. ابو مليح رح وايي: که یو څوک د پيسو ډک کور راته امانت کړي؛ نو په ځان باور لرم خو که يوه ښځه راته امانت شي؛ په ځان باور نه لرم. میمون بن مهران رح وايي: هېڅکله له پردۍ ښځې سره مه يوازې کیږه؛ که څه هم نفس درته وايي چي قرآنکریم ور زده کړه. ځينو سلفو به ويل: د زمري او مار شاته ځه، خو په ښځه پسې مه ځه!. حضرت عبدالله بن عمر رض په هغه دروازه تر مرګه پورې نه دی داخل شوی، چې د ښځو لپاره ځانګړې شوې وي.

٣_ ژر تر ژره نکاح کول: رسول اللهﷺ فرمايي: ای ځوانانو! په تاسو کې چې څوک پر نکاح قدرت لري، نکاح دې وکړي؛ ځکه نکاح د سترګو او شرمګاه لپاره غوره ساتونکی دی او څوک چې پر نکاح قدرت نه لري، هغه دې روژه ونيسي؛ ځکه روژه د ده لپاره د خصي کيدلو په څېر ده(يعنې له ناروا يې را ګرځوي)[رواه الشيخان]

٤_ په ګټه ترلاسه کولو کې حرص کول: کوم ځوانان چې د ژوند قیمتي ورځې او شپې فارغې تېروي، ډېر وخت یې نفس او شيطان په ډول ډول فتنو او ګناهونو کې را ګير کړي، د دې لپاره لازمه ده چې ځوانان له خپل قیمتي وخته ګټه پورته کړي، په دیني او دنیوي امورو کې کمال او مهارت ترلاسه کړي.

٥_ښځو ته له ورتګه ځانه ساتل: رسول اللهﷺ فرمايي: تاسو(نارينه)ښځو ته مه ور ننوزئ! یو چا ترې وپوښتل: آیا د خاوند ورور، وراره، پلار او یا بل قريب ښځې ته ور تلای شي کنه؟ رسول اللهﷺ وفرمايل: دوی خو د ښځې لپاره مرګ ده(يعنې تر پرديو د دوی فتنه قوي ده؛ ځکه پردي خو ښځې ته نشي ورتلای او دوی زړور ورتلای شي)[بخاري او مسلم]

 داشان رسول اللهﷺ فرمايي: کله چې سړی او ښځه سره يوازې شي، نو دريم يې شيطان دی، يعنې شيطان ته د دې ښه موکه برابره شي چې دوی دواړه په فتنه کې واچوي.[احمد او ترمذي]

الله تعالی دې زموږ ټول ځوانان له فتنو وژغوري.

پای

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button