ټولنه اوکلتورلیکنې

ځوانان ډولونه لري، ته کوم ډول ځوان يې؟!

د ځوانۍ مرحله کله پيلېږي؟
د ځوانۍ مرحله د ماشوم له بلوغت سره پيلېږي، لکه څنکه چې الله عزوجل په خپل کتاب کې فرمایي : ((و اذا بلغ الاطفال منكم الحلم فليستاذنوا كما استاذن الذين من قبلهم) نور ۵۹
ژباړه: او کله چې ورسېدل واړه هلکان ستاسې حد د (بلوغ) عقل ته پس اجازه دې وغواړي (د ننوتلو) له تاسو نه لکه ځنګه چې اجازه غوښتله (د ننوتلو) هغو کسانو (چه بالغان وو) مخکې له دوی څخه.
او د علی ابن ابی طالب رضی الله عنه نه روایت دی چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ((رفع القلم عن ثلاثة: عن النائم حتى يستيقظ، و عن الصبي حتى يشب، وعن المعتوه حتى يعقل)) ژباړه: د دریو کسانو نه قلم او چت کړی شوی دی (یعنی دوی معاف دي) کله چې یو انسان ویده وي او تر څو د خوب نه نوی پاڅېدلی، ماشوم تر څو چې ځوانۍ نه ته نه وي رسېدلی، او لیونی چې تر څو په حال شوی نه وي. ترمذي
که پاسني ایات او حدیث ته وګورو نو دا وینو چې الله عز وجل هغه کس ته چې د بلوغ مرحلې ته نه وي رسېدلی د ماشوم خطاب کړی او همدا رقم رسول الله علیه افضل الصلاة وسلام هم ځواني د بلوغ نه پس ښودلې ده.
نو په دې اساس د ځوانۍ مرحله د یوه انسان له بالغېدو وروسته پيلېږي او تر څلویښت کلنۍ پورې دوام لري.
ولې تر څلویښت کلنۍ پورې!
دا ځکه چې کله انسان بالغ شي،نو د هغه بدن د ودې او پرمختګ په حال کې وي او تر څلویښت کلنۍ پورې دا وده دوام کوي.انسان چې کله څلویښت کلن شي نو د نورو کلونو په لحاظ ډېر طاقتور او هوښیار وي.
کله چې انسان څلویښت کلن شي نو عقل یې پوخ شي، دلیل یې د الله تبارک وتعالی دا قول دی:
(حتى اذا بلغ اشده و بلغ اربعين سنة)ژباړه: تر هغه پورې چې ورسېده دی قوت (د هوښیارۍ) خپلې ته او څلویښت کلنۍ ته ورسېده.
د ځوانۍ د دورې اهمیت
دا هغه دور دی چې انسان د تکلیفونو او ستونزو سره مخامخ کېږي، ځکه حدیث مبارک دی چې علی ابن ابی طالب رضی الله عنه روایت کړی،چې رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام فرمایلي: د دریو کسانو نه قلم او چت کړی شوی دی (یعنی دوی معاف دي) کله چې یو انسان ویده وي او تر څو د خوب نه نوی پاڅېدلی، ماشوم تر څو چې ځوانۍ نه ته نه وي رسېدلی، او لیونی چې تر څو په حال شوی نه وی. ترمذي
دا هغه دور دی چې انسان په کې د ښه علم او عمل کولو طاقت لري.
دا د طاقت او زغم عمر دی
خو دا طاقت او زغم ورسره تر اخر ه نه پاتې کېږي څومره چې د انسان عمر زیاتېږي نو طاقت حوصله او زغم یې هم کمېږي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:(و من نعمره ننكسه في الخلق افلا يعقلون)
ژباړه: او چا ته چې اوږد عمر ورکړو،نو نسکور به کړو هغه په پیدایښت کې. ایا دوی عقل نه کوي؟
مطلب دا چې: ایا تاسو نه ګورئ او فکر نه کوئ څنکه یو روغ او رمټ انسان کله چې سپین ږیری او زوړ شي څرنګه د اورېدلو، لیدلو، او تللو نه داسې معذورېږي لکه څنګه چې په ماشوم والي کې د نورو د کمک او مرستې او لاس نیولو ته محتاجه وي او کله چې سپین ږیری شي نو همغه د ماشوموالي عادتونه له سره پيلوي.
او د الله سبحانه و تعالی دا قول چې فرمایي:(الله الذي خلقكم من ضعف ثم جعل من بعد ضعف قوة ثم جطعل من بعد قوة ضعفا وشيبة يخلق ما يشاء وهو العليم القدير) روم ۵۴
ژباړه: الله عز وجل هغه (مطلق قادر) دی چې پیدا کړي یې تاسی له کمزوري شي څخه چې نطفه ده او بیا یې درکړی دی وروسته له بل ضعف چې ماشومتوب دی قوت د ځوانۍ بیا یې درکړی وروسته له قوت نه ضعف او کمزوري او د ویښتو سپین والی، او الله هر هغه شی پیدا کوي چې اراده یې وکړي او هغه عالم او قادر دی.
امام ابن جوزی رحمة الله علیه فرمایي:یعنې د ماشوموالي د کمزورۍ نه یې وروسته د ځوانۍ طاقت درکړ او د ځوانۍ د طاقت نه یې وروسته د سپین ږیري توب کمزوري.
د انسان عمر له ټولو نه لویه او اوږده مرحله ځواني ده
که چېرې د یوانسان عمر د شپیتو نه تر اویاوو پورې وي نو د ځوانۍ مرحله په ټولو کې اوږده مرحله راځي.
د ابو هریرة رضی الله عنه نه رورایت دی چې رسو ل الله علیه افضل الصلاة وسلم فرمایلي چې زما د امت عمر د شپیتو او اویاوو کالو ترمنځ دی او کم خلک به داسې وي چې عمر یې د دې نه تجاوز وکړي یا زیات وي. ترمذي.
په دې وخت کې انسان ډېر فعال وي.
که پر تاریخ نظر واچوو نو دا به ووینو چې ځوانانو په هر ځای او هر وخت کې ډېرمهم او نه هیرېدونکی رول لوبولی دی. الله عز وجل فرمایي: (انهم فتيـة امنوا بربهم وزدناهم هدى)
ژباړه: بیشکه دوی داسې ځلمیان وو چې ایمان یې راوړ پخپل رب او موږ ورته هدایت زیات کړ. سورة کهف.
ځوانان د ملتونو ستنې دي.
بې له څه شک او شبهې ځوانان د یوه ملت او ټولنې ستن یا د ملا تیرونه دي، دغه ځوانان دي چې لویې لویې کارنامې یې کړې او ویده قومونه یې راویښ کړي دي. ډېر احادیث شته چې د ځوانانو ذکر په کې راغلی لکه: د ابي هریرة رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله ص فرمایلي ( : اهل الجنة شباب جرد، مرد كحل، لاتبلى ثيابهم، و لايفني شبابهم )امام مسلم بل ځای کې رسول الله علیه سلام فرمایي: سبعة يظلهم الله بظله يوم لاظل الا ظله: امام عادل و شاب نشا في طاعة الله و رجل قلبه معلق بالمسجد…
اووه کسان داسې دي چې الله تعالی به یې د محشر په ورځ د خپل سيوري د لاندې ځای ورکړي چې په هغه ورځ به د ده مهربان او رحیم رب د سيوري نه بغیر بل سيوری نه وي، چې په هغوی کې یو عادل امام، او دوهم هغه ځوان دی چې ځواني یې د الله عزوجل په طاعت او عبادت کې تېره کړې وي او دریم هغه کس چې زړه یې د جومات سره تړلی وي او د حدیث تر پایه. صحیح بخاری
او رسول الله علیه وسلم فرمایي: يعجب ربك من الشاب ليست له صبوة. امام احمدداسې ډیر احادیث شته چې د ځوانۍ په باره کې راغلي دي.
د ځوانانو ډولونه:
که چېرې ځوانانو ته په ښه دقت نظر وکړو نو وبه وینو چې ځوانان په درې ډوله دي.
۱- صالح او نېک ځوانان.
۲- شکي ځوانان
۳- بې لارې ځوانان
صالح او نیک ځوانان:
ـ دا هغه ډله ده چې یو ټولنه او ملت پرې فخر کوي او د خوشحالۍ، کامیابۍ او پرمختګ سمبول یې وي. د الله عز وجل نه دعا کوو چې داسی ځوانان نور هم زیات کړي تر څو زموږ تولنو ته خدمت وکړي.
ـ دا هغه ځوانان دي،چې د خپل دین سره بې انتها‌ء زیاته مینه لري او د دین لپاره خدمت کوي.
ـ دا هغه ځوانان،چې د الله عزوجل پوره اطاعت او عبادت کوي.
ـ دا هغه ځوانان دي،چې د رسول الله علیه صلاة والسلام په قول او عمل باندې پابند دي او اطاعت یې کوي.
‎ـ دا هغه ځوانان دي، چې پدی ایمان لري چې الله د ټول کون خالق او مالک دی او دهغه په قدرتونو کې فکر کوي.
ـ دا هغه ځوانان دي،چې د الله عزوجل په ملایکو ایمان لري.
ـ دا هغه ځوانان دي،چې د الله په کتابونو او نازلو شويو صحیفو ایمان لري. دا هغه ځوانان دي،چې لمونځ کوي روژه نیسي او پرې پابند وي.
ـ دا هغه ځوانان دي،چې امر بالمعروف و نهی عن المنکر کوي.
ـ دا هغه ځوانان دي،چې ریښتیا وایي او ريښتیا اوري.
ـ دا هغه ځوانان دي،چې د هر مسلمان ښه غواړي او د هغوی په درد دردېږي.
ـ دا هغه ځوانان دي،چې ښه اخلاق، سلوک، په اسلامي احکاماتو پابند، نرم، زړه سواند، بردبار، صبر کوونکي، صلح خوښونکي، د غټې سینې او حوصلې خاوندان وي.
ـ دا هغه ځوانان دي،چې د هر هغه عمل نه یې نفرت او کرکه وي چې په اسلام کې یې ممانعت وي.
ـ دا هغه ځوانان دي،چې په خپل وخت پابند وي او له هغې نه ښه استفاده کوي.
شکي ځوانان:
دا هغه ځوانان دي چې اکثره په شک کې وي چې کومه لاره صحیح ده او کومه غلطه، ځکه دوی په یوه داسې چاپېریال کې وخت تېر کړی وي چې له هرې خوا نه د شر دروازې خلاصې وي.
دا هغه ځوانان دي،چې په عقیده کې شکمن وي.
دا هغه ځوانان دي ،چې سلوک او چلن یې کله یو رقم وي او کله بل رقم.
دا هغه ځوانان دي،چې په اسلامي شعایرو پابند نه وي، کله یې کوي او کله نه.
دا هغه ځوانان دي، چې کله چې یو کار کوي شکمن وي چې دا صحیح دی او که خطا.
دا داسی ځوانان دي چې روژه به یې نیولی وي خو لمونځ به نه کوي او یا به لمونځ کوي خو په ورځ کې یو وخت یا دوه وخته.
دا هغه ځوانان دي چې زموږ په نننۍ تولنه کې ډېر زیات شوي یا د خرابو ملګرو سره د ناستې په وجه یا په یو داسې ځای کې د درس ویلو له امله چې د اسلام نه ناخبره وي.
بېلارې ځوانان:
دا هغه ځوانان دي چې پیدا شوي په یوه مسلمانه کورنۍ کې دي خو دا ځوانان په یوه داسې تولنه کې لوی شوي وي چې د اسلام نه ډېر لرې او ناخبره وي.
دا رقم ځوانان د خپل ځان او ټولنې لپاره یو ډېر بد او خراب شګون وي او دا کوشش کوي چې خپله ټولنه څنګه نوره هم ټيټه او خرابه کړي چې دا داسې انسانان وي چې علاج یې ډېر مشکل وي، بغیر د الله د رحم نه بله لاره نه وي چې نیکې لارې ته راشي.
داسې ځوانان وي چې په بدو کارونو کې مصروف وي او ښې خبرې او ښه کار ته هېڅ غاړه نه ږدي.
دا داسې ځوانان وي چې د دې هېڅ پروا نه کوي چې د الله او د هغه د بندګانو حقوق پایمال کړي.
په خپلو اعمالو اقوالو، فکر او سلوک کې غیر منظم وي.
په خپله رایه قایم وي، د بل خبره نه اوري، داسې فکر لري چې دی څه وایې هغه صحیح دي او بل چې څه وایي هغه دروغ او غلط دي او که څوک یې د کوم قول یا فعل مخالف وي نو هغه یې هر وخت بد راځي.
د ښې لارې نه لرې او خپل دین نه لرې وي او هر بد او د شرعي خلاف عمل ورته ښه ښکاري.
ای مسلمانه او قدر وړ وروره!
راځه لږ فکر وکړو چې دا لمر د زوال په وخت څرنګه رنګ بدلوي او ګرموالۍ یې هغومره نه وي لکه د غرمې په وخت کې چې وي. ایا دې سپوږمی ته دې لږ سوچ کړی چې د میاشتې په اخري ورځو کې یې څنګه رڼا ختمه شي، همدا حال زموږ هم دی، اول ماشومان وو، بیا ځوانان شو، بیا به بوډاګان شو، بیا مړه، بيا را ژوندي او بیا په حساب او کتاب وي او ټول انسانان پدې دنیا کې مسافر دي.
نو ای ګرانه وروره!
ته څه کوې؟ څه دې کړي او کومې خوا ته روان یی؟ او زما او ستا څه شی انتظار کوي.
ګرانه ښه سوچ وکړه،چې څومره خلک دې دنیا ته راغلل او څومره ترینه لاړل. دا دنیا مالدارواو غریبو خلکو دواړو پریښې او ترینه خالي لاسونه تللي. نو وروره! زموږ ټولو همدا لاره ده، ایا موږ د هغې ابدي ژوند لپاره څه نېک عمل کړی او که کړی مو دی نو څومره؟
ایا د نبي علیه افضل الصلاة والسلام نه یې خبر،چې د شپې به یې دومره عبادت کاوه چې پښې مبارکې به یې وپړسیدې او عایشې رضی الله عنها ورته ویلې وه چې یا رسول الله! تا ته خو الله عزوجل مخکیني او وروستني ګناهونه ټول معاف کړي. نو هغه صلی الله علیه و اله وسلم ورته وفرمایل: افلا اکون عبد ا شکورا.
دا دنیا هېڅ بقا نه لري، فاني ده او الله عز وجل ته به اخر ورځو یا به مو جنت ځای وي یا جهنم (الله مو دې د جهنم د اوره په امان کې وساتی) هغه ژوندون دایمي ژوندون دی او هېڅ فنا نلري. الله عزوجل فرمایي:
(يا ايها الناس ان وعد الله حق فلا تغرنكم الحيـاة الدنيا و لايغـرنكم بالله الغـرور) سورة فاطر
الله دې راته د نیک عمل توفیق راکړي او د رټل شوي شطان نه مو دې په امان کې وساتي.

لیکنه: احمد بن صالح بن فهد الخلیف / ژباړه: هدایت الله حميدي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *