لیکنې

ځينې خلک ولې صله رحمي پرې کوي؟

مولوي نورالحق مظهري

د صله رحمي د قطعه کولو لپاره ډېر لاملونه شته خو موږ يې يو څو عمده ذکر کوو:
1 – د صله رحمي د فضايلو او بدو عواقبو څخه ناخبري؛ دا معلومه خبره ده څوک چي د صله رحمي په فضايلو باندي او يا د صله رحمي د پرې کولو په عواقبو او عذابونو باندي خبر نه وي نو هغه انسان هيڅ کله په اختياري ډول صله رحمي نشي مراعات کولای.
2 – د تقوی لږوالی او تکبر؛ ځيني خلک چي کله يوه منصب ته ورسيږي او مشر شي، يا تاجر سي او الله پاک ورته ډېري روپۍ ورکړي، يا په خلکو کي شهرت او نفوذ ته ورسيږي نو خپل دوستان او قريبان هېر کړي، د دوی سره احسان کول بند کړي او د دوی سره په رابطې باندي شرميږي بيا په خاصه توګه هغه قريبان چي په منصب او مال باندي تر ده کښته وي هغوی ته خو بيخي په سپکه سترګه ګوري.
دا ټوله نواقص هغه وخت په انسان کي پيدا کيږي چي کله انسان د تقوی څخه خالي وي او تکبر ورڅخه وسي.
3 – د قريبانو څخه ډېر وخت ليري پاته کېدل؛ د دوستانو او قريبانو څخه ډېر وخت ليري پاته کېدل ددې لامل جوړيږي چي آخر يې قريبان هېر شي نو ځکه صله رحمي يې هم ورسره پرې شي.
4 – بې ځايه طمعه او بې ځايه ملامتي؛ ځيني خلک د خپلو قريبانو څخه بې ځايه طمعه لري نو کله چي يو څوک يې ملاقات ته راځي دی ورڅخه بې ځايه غوښتني کوي يا يې ډېر ملامتوي چي ته ولي پر ما باندي ډېره پوښتنه نکوې؟ سره ددې چي شايد د هغه به تر دې ډېره پوښتنه په توان نه وي نو يو څوک چي څو ځلي دده د داسي عکس العمل سره مخامخ شي بيا يې پوښتني او ملاقات ته نه راځي چي په نتيجه کي بيخي صله رحمي ورسره پرې کړي.
5 – بې ځايه تکلف او لګښت؛ ځيني خلک داسي عادت لري چي کله يې يو قريب ورته راځي دی يې په استقبال او ښه راغلاست کي بې ځايه تکلف او ډېر لګښت کوي نو هغه يا پدې خاطر نه راځي چي دده تکلف يې خوښ نه وي او نه غواړي چي دی ورته ډېر لګښت وکړي يا لدې وېري نه راځي چي شايد بيا دی هم زما څخه د داسي تکلف او مصرف غوښتنه وکړي چي په نتيجه کي صله رحمي ورڅخه قطعه کيږي.
6 – ډير سوړ استقبال او ښه راغلاست؛ ځيني خلک بيا داسي عادت لري چي کله يې يو قريب ورته راځي دی يې ګرسره استقبال نکوي، په راتلو باندي يې ځان خوابدی نيسي، مجلس ورسره نکوي او د يوه ډېر لري نابللي ميلمه په سترګه ورته ګوري چي دا خپله هغه ته ددې تلقين ورکوي چي نور زما کور ته مه راځه چي آخر خبره دې ځای ته رسيږي چي هغه بيا ګرسره دده کور ته نه راځي او صله رحمي پرې کوي.
7 – بخالت کول؛ ځيني خلکو ته چي الله پاک مال او قدرت ورکړی وي دوی ځانونه قصدا د خپلو قريبانو څخه ليري کوي ددې لپاره چي قريبان يې کله ناکله د مرستي غوښتنه ورڅخه ونکړي چي په نتيجه کي د دواړو طرفينو څخه صله رحمي پرې کيږي.
8 – پر ميراث باندي؛ ځيني وختونه د قريبانو تر مينځ د مړي پر ميراث هم داسي شخړي جوړيږي چي له امله يې صله رحمي پرې کيږي، مثلا ميراث ژر نه ويشي او يا يې هم سم نه ويشي نو طبعا د صله رحمي د قطعه کولو په شمول ډېري نوري ستونزي به هم ورڅخه را پيدا کيږي.
9 – په مال او کسب کي بې باکه شراکت؛ ځيني وختونه په مال او کسب کي فاسد او بې باکه شراکت ددې لامل جوړيږي چي د شريکانو تر مينځ دي شخړي را پيدا شي نو کله چي شريکان سره وړونه يا سره قريبان وي ارومرو يې را پيدا شوي شخړي د صله رحمي د قطعه کېدلو لامل جوړيږي.
10 – په يوه سرای کي ډېری اوسېدل؛ کله ناکله داسي هم کيږي چي ډېری وړونه يا ډېری قريبان په يوه سرای که سره اوسيږي، ناسته او ولاړه يې تر مينځ بيخي ډېره وي، ماشومان او ښځي يې هم بيخي ډېري سره ويني، خبري يې تر مينځ ډېري پورته او کښته کيږي چي په نتيجه کي شخړي يې تر مينځ را پورته کيږي ځيني وختونه خو بيخي خبره فزيکي تصادم ته رسيږي چي آخر يې تر مينځ يا د تل لپاره او ياهم د ډېر وخت لپاره صله رحمي پرې کيږي
11 – د تحمل او حوصلې نه درلودل؛ ځيني وختونه د تحمل او حوصلې د نه شتون له کبله د دوستانو تر مينځ صله رحمي پرې کيږي، ځکه دوی پر ډېر لږ شي د يوه بل سره جګړه کوي، د يو بل خبره نه زغمي او يو بل ته په ډېرو مواردو کي تن نه ورکوي نو حتما به يې تر مينځ صله رحمي پرې کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *