ساینس او ټکنالوجي

څرنګه کولای شو خپل وسایط وڅارو؟

ياسرصحرایي
وسایط نن سبا د هرې ادارې او شخص ضرورت کېدلی شي ،او د ورځني ژوند په حمل و نقل کې یې ډېرې اسانتیا وې برابرې کړي دي.لکه څنګه چې یو شرکت ،اداره یا یو شخص کولای شي ډیر وسایط ولري، خوداچې په یو وخت کې د ټولو موقیعت او حالت معلوم کړی مشکله ده ، نو ددې له پاره له ځینې ټیکنالوژیو کار اخیستل کیږی دا الې د جي پي ایس (GPS) په نوم یادیږی ، او پاس په خلا کې د مصنوعي سپوګمکیو (سټلایټونو) څخه خدمات اخلي ،او په افغانستان کې د دغو خدماتو د وړاندې کولو لپاره مختلف شرکتونه لکه : سیف زون ، تکتاز تیکنالوجیز ،درک او داسی نور کار کوي. داشر کتونه په موټرو کې د الې د نصبولو (۵۰۰۰-۱۰۰۰۰) افغانۍ اخلي او د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې د موبایل اپلیکیشنونه جوړ کړي دي ،چي ددغو خدمتونو پیرودونکي کولای شي هر وخت د موبایل له لارې د خپلو وسایطو موقعیت او نور حالتونه لکه : چالان ،بند ، ولاړ ، روان او د تیلو اندازه معلومه کړي. او هم کولای شي چي د همدغو موبایل پروګرامونو له لارې همدا موټر بند او چالان کړل شي. د همدي الې په واسطه مونږ کولای شو چي خپل وسایط په یوه خاصه ساحه کی لکه یو کلی ،یوه ولسوالۍ ، یو ولایت کې احاطه کړو ، تر څو څوک ونه شي کولای دغه موټر له همدې احاطې دباندی وباسي. هر کله چی دا وسیله د خپلې احاطه شوې ساحې څنډې ته ورسیږې نو هلته بندیږي او ودریږي. د موټر د ورکیدلو پټیدلو یاپه زور اخیستلو په وخت کې د خپل موبایل پروګرام له مخې کولای شو چې پولیسو ته د هغه ځا ی وښیو.که څوک د همدې الې د له کاره غورځولو لپاره کوم لین قطع کړي ،د موټر مکمل برق قطع کیږی او نور نه چالانیږی. سره لدې چې د موټر برق قطع شوی دی دا اله په خپل ځان کې یوه بیټرۍ لري چې تر ۸ ورځو پورې موږ ته د موټر دځای په باره کی معلومات راکولی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *