دینې لیکنې

څنګه له هغه چا حیا و نه کړم، چې ملایکې ترې حیا کوي!

د رسول اللهﷺمسجد ته عثمان ذی النورین له وقاره ډک ورننوت، دی خو داسې څوک دی چې ملایکې ترې حیاء کوي، ذالنورین هغه پل و چې د هاشمیانو او امیانو ترمنځ يې اړیکه ټينګه کړې وه، مور يې اروی بنت عامر بن کریز وه، د هغې مور ام حکیم البیضاء بنت عبدالمطلب وه، بیضاء او د رسول اللهﷺپلار عبدالله غبرګوني وو، پلار يې ابوالعاص بن امیه و چې د مور له پلوه هاشمي او د پلار له پلوه اموي و.
– عثمان له ابوبکر سره ملګرتیا وه، کله چې ابوبکر مسلمان شو، نو عثمان بن عفان ته يې د اسلام دعوت ورکړ، عثمان څلوردیرش کلن و چې د اسلام په سپيڅلي دین مشرف شو، د رسول اللهﷺله لور رقیه سره یې واده وکړ، کاکا يې حکم بن العاص پرې ډېر فشارونه راوړل، شکنجې يې ورکړې. عثمان د مسلمانانو په ټولي کې لومړی کس و چې له امویانو نه يې حبشې ته له خپلې مېرمنې رقیې سره هجرت وکړ، د ده او د نجاشي ترمنځ ملګرتیا ټينګه شوه، خو چې کله خبر شو چې الله تعالی اسلام د عمربن الخطاب په مسلمانېدو غښتلی کړ، نو مکې ته راورګرځېده چې د رسول اللهﷺپه څنګ کې ژوند وکړي، بیا يې مدینې ته هجرت وکړ، د حسان ثابت له ورور اوس بن ثابت سره يې واړول، کله چې رسول اللهﷺد مهاجرینو او انصارو ترمنځ ورورولي وکړه، نو د عثمان بن عفان او اوس بن ثابت تر منځ يې ورورولي وکړه،
– د بدر په غزا کې عثمان بن عفان رضی الله عنه نه و، هغه د خپلې ناروغې مېرمنې رقیه څنګ کې و، عثمان ته د نصرت خبر راغی، خو داسې وخت چې عثمان په خپلې خوږې مېرمنې خاورې اړولې، د دوه هجرتونو د مېرمن سپيڅلی روح مخکې له دې وخاته چې دا خوږ زیری واوري، رسول اللهﷺمدینې ته راننوت، د الله تعالی په نصرت او کومک ډېر خوشاله دی، خپله مسجد ته ورغی، د شکر دوه رکعاته لمونځ يې وکړ، بیا فاطمه الزهراء ته ورغی، ګوري چې په خوږه خور باندې اوښکې تویوي، غم يې زړه وزبېښه، د زهراء اوښکې يې په خپل څادر پاکې کړې.
– رسول اللهﷺعثمان ته د بدر د غزا برخه ورکړه، عثمان وویل:
– ای د الله رسوله او زما اجر به څنګه شي؟
– اجر به درورسیږي.
– عثمان د احد په ورځ له ځينو خلکو سره د جګړې له میدانه وتښتېده، الله تعالی ورته بخښنه وکړه، رسول اللهﷺورته امر وکړ چې د حارث بن سوید سر له تنې جلا کړي، کله چې جګړه ونخښته، نو په مجذر بن ذیات البلوي او قیس بن زید یې برید وکړ، دواړه يې ووژل، بیا مکې ته راغی او له قریشو سره یو ځای شو، عمر بن الخطاب ته هم رسول اللهﷺامر کړی و چې مړ يې کړي، نو ترې خلاص شو، په مکه کې و، بیا يې د هغه ورورجلاس بن سوید ته خبر ولیږه چې توبه وباسي او بېرته خپل قوم ته راستون شي، رسول اللهﷺله ملګرو سره ناست و چې حارث بن سوید د مدینې له یو باغ نه راووت، د وینې په څېر سرې جامې يې پر تن وې، رسول اللهﷺعثمان بن عفان ته امر وکړ چې سر يې له تنې جلا کړي، عثمان ورغی او مړ یې کړ.
– رسول اللهﷺعثمان بن عفان ابوسفیان او د قریشو ځينو مخورو ته د حدیبې په ورځ ولیږه چې ورته ووایي محمدﷺپه جګړه پسې نه دی راغلی، بلکې د بیت الله د زیارت لپاره راغلی دی. عثمان مکې ته روان شو، په لار ورسره ابان بن سعید بن العاص ملګری شو، نو پناه يې ورته ورکړه، عثمان ابوسفیان او د قریشو مخورو ته ورغی، د رسول اللهﷺپيغام يې ورورساوه، کله چې له پيغام نه فارغ شو، هغوی وویل:
– که ته غواړې چې طواف وکړې، کولی یې شې.
– تر هغې طواف نه کوم، څو چې رسول اللهﷺنه وي کړی.
– قریشو له ځان سره ایسار کړ، رسول اللهﷺاو مسلمانانو ته خبر ورسېد چې عثمان ووژل شو، رسول اللهﷺوویل:
– تر هغې نه ګرځو، څو مو له دې خلکو سره سپينه کړي نه وي.
– رسول اللهﷺخلک بیعت ته راوغوښتل، دا د بیعت الرضوان په نامه ونومول شو. د یوې ونې لاندې بیعت ترسره شو، بیعت په دې و چې تښتو به نه، بیا رسول اللهﷺته خبر راغی چې د عثمان د وژل کېدو خبر درواغ دی.
– مکه فتحه شوه، مسلمانان د تبوک غزا لپاره چمتو شول، رسول اللهﷺشتمن وهڅول چې دا غزا اکمال کړي، عثمان ډېر زیات لګښت ورکړ، د عثمان په څېر لګښت بل چا ورنه کړ، رسول اللهﷺوویل:
– ای خدایه ته له عثمانه راضي شې، زه له ده نه راضي یم.
– یوه ورځ ابوموسی الاشعري په خپله کور کې اودس وکړ، له کوره راووت، بیا یې وویل:
– نن به له رسول اللهﷺنه بلې خوا نه ځم، ټوله ورځ به ورسره یم.
– مسجد ته راغی، د رسول اللهﷺپوښتنه یې وکړه، ملګرو یې وویل:
– له مسجده ووت، دې خوا ولاړ.
– ورپسې راووت، په پوښتنه پوښتنه بئر اریس ته ورغی، دروازې سره کیناست، دروازه يې د کجورې له پوستکې څخه وه، رسول اللهﷺخپل حاجت پوره کړ، اودس یې وکړ، ابوموسی الاشعري ورپورته شو، رسول اللهﷺد کوهي په څنډه ناست دی، پايڅې يې رابډ وهلي دي، پښې يې کوهي ته کوزې کړي دي، ابوموسی پرې سلام وکړ او بیا ترې ستون شو، له دروازې سره کیناست، ویې ویل:
– زه به د رسول اللهﷺدربان شم.
– ابوبکر راغی، دروازه يې ټيله کړه ابوموسی پرې غږ کړې څوک يې؟
– ابوبکر یم.
– یوه شېبه.
– بیا ابوموسی رسول اللهﷺته ورغی، ورته يې وویل:
– ای د الله رسوله، ابوبکر اجازه غواړي.
– اجازه ورکړه او د جنت زیری هم ورکړه.
– ابوموسی په ابوبکر پسې ورغی، ورته يې وویل:
– راننوځه او رسول اللهﷺد جنت زیری درکوي.
– ابوبکر ورننوت، د رسول اللهﷺښې اړخ ته کیناست، خپلې پښې يې کوهي ته زوړندې کړې، د رسول اللهﷺپه څېر يې پنډې لوڅې کړي دي.
– ابوبکر بېرته دروازې ته ستون شو، څوک دروازه ټيله کوي، ورغږ يې کړې، څوک يې؟
– عمر بن الخطاب یم.
– یوه شېبه.
– ابوموسی رسول اللهﷺته ورغی، سلام يې پرې وکړ، ورته يې وویل:
– په دروازه کې عمر بن الخطاب دی، د ننوتلو اجازه غواړي.
– اجازه ورکړه او د جنت زیری هم ورکړه.
– ابوموسی ورغی، ورته یې وویل:
– راننوځه او رسول اللهﷺد جنت زیری درکوي.
– ورننوت، د رسول اللهﷺکیڼ لور ته کیناست، پښې يې کوهي ته ورکوزې کړې.
– ابوموسی بېرته دروازې ته لاړ، کیناست، ګوري چې څوک دروازه خوځوي، ویې ویل:
– څوک یاست؟
– عثمان بن عفان یم.
– یوه شېبه.
– ابوموسی راغی، رسول اللهﷺيې خبر کړ، هغه وویل:
– اجازه ورکړه او په یوه مصیبت د جنت زیری هم ورکړه.
– ابوموسی راغی، ورته يې وویل:
– راځه، رسول اللهﷺدرته په یوه مصیبت د جنت زیری درکوي.
– عثمان بن عفان ورورننوت، رسول اللهﷺخپلې پنډۍ پټې کړې، رسول الله عثمان ته د جنت زیری ورکړ، عثمان په زمکه باندې په تکبر ونه ګرځېده، بلکې د الله تعالی له ویرې به ورپېده، کله چې به په یو قبر ودرېد، تر هغې به يې وژړل چې ږېره به يې په اوښکو لمده شوه، ورته وویل شول:
– جنت او دوزخ چې یاد شي نه ژاړي، خو په قبر ژاړئ؟
– رسول اللهﷺویلي دي: «قبر د اخرت له کورنو لومړی منزل دی، که ترې خلاص شوې، نو ورپسې خوشالي ده، که ترې خلاص نه شوې، نو ورپسې به یې له دې هم سخت وي».
– عثمان بن عفان زاهد، تقوادرا، زغمناک او د ښه خوی څښتن و، رسول اللهﷺخپلې دوه لورګانې ورکړې، کله چې ام کلثوم وفات شوه، نو رسول اللهﷺوویل:
– که مې دریمه لرلای، نو هغه به مې هم درکړې وه.
– رسول اللهﷺد جنت زیری ورکړی و.
– کله چې ورسره خلکو ظلم شروع کړ، غوښتل يې چې د ده فضیلت راکم کړي، یو تن له مصر نه حج ته راغی، خلک يې ولیدل چې ناست و، ویې ویل:
– تاسې څوک یاست؟
– موږ قریش یو.
– ستاسې مشر څوک دی؟
– عبدالله بن عمر.
– ای د عمر زویه، زه درنه يو څو پوښتنې کوم، ته پوهیږې چې عثمان د احد په ورځ وتښتېده؟
– بلې.
– ته خبر يې چې په بدر کې نه و؟
– بلې.
– ته خبر يې چې په بیعت الرضوان کې هم نه و.
– بلې
– الله اکبر.
– راشه نو چې اوس يې درته روښانه کړم. د احد په ورځ وتښتېده، خو زه ګواهي ورکوم چې الله تعالی ورته بخښنه وکړه، د بدر په ورځ يې په بدر کې ګډون ځکه نه و کړی چې رقیه مېرمن يې ناروغه وه، رسول اللهﷺورته وویل: په بدر کې د یوه ګډونوال هومره اجر او برخه درکول کیږي، په بیعت الرضوان کې يې د نه ګډون لامل دا و چې عثمان په مکه کې عزتمن شخصیت و، که تر دې بل عزتمن وای، نو ورلیږلی به یې و، بیعت الرضوان د عثمان له تګ نه وروسته وه، رسول اللهﷺخپل ښې لاس ته اشاره وکړه ويې ویل: دا د عثمان لاس دی، په بل لاس یې وواهه او بیا ویې ویل، دا د عثمان بیعت شو.
محمد رسول الله او ملګري يې
۱۹ ټوک حجة الوداع

لیکوال عبدالحمید جوده السحار / ژباړن شرر ساپی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *