سرمقالې

څه به له اقصی واوري دا ویده، ویده امت ؟

له بده مرغه داسلامي نړۍ زیاتره واکمن سیاسي اونظامي مشران یاخپلو مزوچړچوکې بوخت دي ،یاد ملتونو اوقومونو ځاني ګټو تلوسو اخیستې اویاد کفر دځواکمنو هې،ادو دخپه کولو جرئت نه لري، خو بل لورته وحشي صهیونیستان دګردې کفري نړۍ په مرسته او ډاډګېرنه لګا دي په خورابې شرمۍ اوبې باکۍ د اسلام د ړومبۍ قبلې،دانبیاؤټاټوبي اوسپېځلې برکتې خواوشا سیمې تخریبولو او لاندې کولو ته پرمختګ ورکوي، داپه داسې حال کې چې مسجد اقصی او چاپېره سیمه يې دګرد مسلمان امت لپاره خورا زیاته سېڅلې اوبرکتي ټوټه ده ، تردې چې پرتاه له څو ماده پرستو اوغرضي وګړو، بل هېڅوک يې نه بې عزتي زغملي شي اونه داغياروله خوا اشغالېدل،خوبیا هم له بده مرغه چې دادی وحشي اشغالګرو دبیت المقدس په شمول ټول فلسطین ترخپلې ولکې اومحاصرې لاندې راوستلی ، داسې محاصره چې نه يې ځمکه نه يې فضا خوندي ده ، نه يې مظلوم مسلمانان له نړۍ سره داړیکو دکومې لارې واک لري اونه دخپل اختیار اوبه اوبرېښنا –اوس ظالم صهیونیستان دټولې صلیبی نړۍ په ملتیا دیوموټي فلسطینی وګړو په بمباریو ،وژلو اوشړلو لګا دي ،هره ورځ يې په سلګونو ښځې ،ماشومان اولویان دخپلو کوروترچتو لاندې وژل کېږي ،خو ورسره او جوخت چاپېریال کې ځواکمن تش په نامه مسلمان حکومتونه څوک یوازې دخولې هاها کوي،څوک یې په دعا هم نه شي یادولی، چا خپلې پولې اولارې پرې تړلې اوچا دښمنانو ته خپله خاوره کې پوځي ادې ورکړې .
نن اقصی چیغې وهي اوفریادونه کوي خود امت کاڼه او ویده واکمنان دخپلو مظلومو مسلمانانو وروڼو پرځای دیهودو ننګه کوي! ای غافلو حکمرانانو چېرې دی ستاسې ایماني احساس اووطنی غیرت ؟ تاسې ولې خپل همدومره وس ، توان اوزوروځواک سره دیو کنډک یهودو له وېرې دومره ترهېدلي یاست؟
موږ پوهېږو چې تاسې به کله هم دومره جریت ونه کړی شئ چې یهودوته تندی تریو کړئ، خو ارمان دادی چې ستاسې محاصرې ماتې اوهغه مسلمانان موله برمتې آزاد شوي وی کوم چې ستاسې تر ظالمانه انحصارلاندې ګېردي، باوري یوچې په دې صورت کې به دیوې ورځې په اوږدوکې لکونه سرښندونکي ځوانان فلسطین ته ځان رسوي او له یوه صهونیسته به سل مجاهدین را تاوېږي خوبیاهم ډېرافسوس چې همدغواجیرواوعیاشو حاکمانو خپل مؤمن اومجاهد ځوانان اودامت مهم جنګي ځواک خپلو کرغېړنو پولوکې راایسار کړی او هېچاته دا اجازه نه ورکوي چې ورودانګي .
موږ هيله من یو چې که خدای کول هغه ورځ به راځي په کومه چې داسلامي نړۍ په لرو برکې دیهودي اوصلیبی اجیرو اوتش به نامه حاکمانو پرخلاف عمومی کرکه په زیاتېدو اوبالآخره ټول مخلص مؤمنان د دوی له کنټروله بهر او پرخپلو مټو دامت اواسلامی شعایرو دفاع اوڅوکېدارۍ ته ملاوې وتړي.
داسلامي نړۍ دویښتابه په هيله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *