افغانستان

څوارلسو کالو ځنډ وروسته د شاه و عروس بند کاسه ډکه شوه

له ۱۴ کالو وروسته دا لومړی ځل دی چې د شاه و عروس بند کاسه ډکیږي. د اوبو او برېښنا وزارت وايي، له ۱۴ کلونو وروسته د شاه و عروس بند کاسه ډکه شوې او پارچاو شوې ده. د دغه وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي، چې د دې پارچاو شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوب لپاره کار اخیستل کېږي. عابد زیاتوي، چې د دې بند چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوې دي او دمګړۍ یې په پاور هاوس جوړولو باندې کار روان دی.
یاد بند د کابل شکر درې ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د ۱.۲ مېګا واټه برېښنا د تولیدلو وړتیا لري.
وروستیو اورښتونو هېواد ګڼ برېښنا بندونه پارچاو کړي دي. مسوولینو د کمال خان د بند د چارو د پای ته رسولو خبر هم ورکړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button