لیکنېمقالی اوتبصرې

څو شېبې دغزې په ویر کې !

د ملګرو ملتونو د ښځو استازولۍ د شنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې وویل چې د غزې په روانه جګړه کې تر (۹۰۰۰) پورې ښځې شهیدانی او په زرګونو نورې ټپیانې شوي او په سلګونو زره نورې بورې، ورارې، کونډې او له خپلو مېنو مهاجرې شوي او په لرې او نږدې دښتو او میرو کې تر شنه آسمان لاندې بې کوره او بې اوره دي.
د غزې د جګړې او په دغه جګړه کې د اسرائېلو د جنګي جنایتونو دادې نږدې څلور میاشتې پوره کېږي. په دغه موده کې د خلکو او پرګنو په کچه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لاریونونه وشول او د فلسطین د مسلمان ولس په ننګه یې د اسرائېلو او د هغو د نورو غربي ائتلافیونو پرضد اعتراضی غږونه پورته کړل او آن چې ځینو مسیحي او یهودي ټولنو او سازمانونو هم د اسرائېلو جنایتونو وغندل، خو د حکومتونو په کچه پرته له ایران او یمن، نورو عربي او غیر عربي واکمنانو ډېر محافظه کارانه موقف ونیو او ځینو خویې لا تراوسه د دغې جګړې په اړه د اف کلمه هم له خولې نه ده ایستلې. دغه برالا واقعیت په ګوته کوي چې په اسلامي هېوادونو کې د خلکو او حکامو لید لوریو ترمنځ د فکر او عمل ترمنځ څومره واټن دی؟؟؟ او تر کومې کچې یوتر بله سره پردي دي؟؟ او همدا راز په دغو هېوادونو کې څه ډول کسان حکومت کوي؟؟ او ددغې بې تفاوتۍ او که لږ په زغرده یې ووایو ددغې بې غیرتۍ علتونه څه دي او په کوم ملي، انساني او اسلامي استدلال هغوی خپل دغه نه توجیه کېدونکی دریځ توجیه کولای شي؟؟
په دغه ځآی کې د بني قینقاع غزا اصلی علت او انګیزه را یاده شوه. هلته چې یوه مسلمانه ښځه دغه بازارته تللې وه او د یهودیانو له خوا د هغې پر جامو او پرده ملنډې وهل شوې وې او په همغه مهال یې په بازار کې مسلمانان دفاع ته را وبلل او یو تن مسلمان په بېړه دهغه جاني یهودی سره ونښت او وې واژه او وروسته بیا نور یهودیان راغلل او هغه مسلمان یې هم وواژه. کله چې ددغې پېښې رپوټ پیغمبر (ص) ته راغی، سمدستي یې مسلمانانوته امر وکړ چې هر څومره ژر لاړشي او دغه یهودیان کلابند کړي او د دغه جنایت غچ ترې واخلي.
په دې ترتیب مسلمانانو د یوې مومنې ښځې د جامو او پردې د توهین له امله پر هغو یهودیانو پوځي لښکر کشي وکړه او د خپلې مسلمانې خور دفاع یې وکړه او ټول یهودیان یې لاس تړلي راوستل.
کله چې پیغمبر (ص) فرمایی: مسلمانان په خپلو کې سره وروڼه او خویندې دي، هدف یې دادی چې دغه ورور ګلوي یوه تیوریکه او ایدیولوژیکه ورورګلوي ده او همدا راز هم په سیمه، قوم، نژاد او … پورې تعلق نه لري او لکه څرنګه چې اسلام د ژوند د قانون په توګه د ټول بشریت لپاره راغلی دی، د ټولو مسلمانانو اړیکې هم باید نړیوالې اوسي او د نړۍ په هر ګوټ کې چې د مسلمان په حق تېری وشی، لومړی خو باید هماغه د پېښې دسیمی مسلمانان د تېري کوونکي پر ضد و درېږي او د خپل مسلمان ورور یا خور له ځان، مال او عزت څخه دفاع وکړي (لکه د قینقاع په بازار کې چې هغه مسلمان راغی او هماغه ګستاخ یهودي یې وواژه.)
او که دپېښې په سیمه کې خلکو دفاع ونه کړای شوه، بیا نو په دویم قدم کې د ټولې پراخې سیمې پرمسلمانانو دمظلوم مسلمان دفاع فرض عین ګرځي او که دنږدې سیمو او هېوادونو زور هم ونه رسید، بیا خو دټولې نړۍ پرمسلمانانو دهغه مظلوم دفاع کول فرض عین کېږي.
اوس تاسو خپله سوچ وکړئ چې دغزې په جګړه کې چې نهه زره مسلمانې ښځې دیهودیانو په لاس شهیدانې شوې اوپه زرګونو نورې یې ګونډې او مهاجرې اوټپیانې شولې او دټولو نارینه اوښځينه شهیدانو شمېره تردېرش زرو هم لوړه شوه او لاهم دوام لري اویواځې دحماس اسلامي ګوند او حزب الله او دیمن انصارالله ګوند له ټولو ۲۲ هېوادونودفلسطین دمسلمانو ملاتړ کوي؟
اوس پوښتنه داده چې دا نور ميلیوني عربان ،عرب اومسلمان نه دي چې دفلسطین دمسلمانانو ملاتړ وکړي ،کوم چې په زرګونو ښځې ،ماشومان ، بوډاګان او …پکښې دی او دشهیدانو شمېره دیرش زرو او ټپیانو شمېره هم تراویا زرو جګه شوه اومهاجر خو بې حسابه دی؟
که دوی مسلمان وي ، نو په دغه صورت کې خو بیا دمسلمانانو پیغمبر(ص) دیوې مؤمنې ښځې په توهین دغچ اخیستلو لپاره پوځي لشکرکشي وکړه ، نو دوی څنګه دومره بې غیرته شوي دي او چا نشه کړي چې هېڅ په هوښ نه راځي اوکله به دوی په هوښ راځي اوله دغه شرموونکی استعماری خوبه به راپاڅېږي اوکه به همداسې بیده پاتې کېږي؟
آیا دوی کله هم په کتاب کې دبینی قینقاع غزوه لوستې اوعلت ته یې متوجه شوي دي؟
موږ پوهېږو چې دغه په سپینو جاموپوښلي اوفرانسوي عطرونو کې معطر شوي اوسني عرب حاکمان کله هم دومره مېړنتوب نشي کولای چې اقلاً یو دوه سوه تنه عرب ځوانان د فلسطین دمسلمانانو ملاتړ ته ورولېږي اوکه پوځي دفاع هم ونه کړي ،لږ ترلږه خو یوڅو صندوقه دوا او یو څو صندوقه وچه ډوډۍ دغزې له کلابندو مسلمانانو سره بشری مرسته وکړي.
همدغه حوثی یمنی مسلمانان چې نن د فلسطین د مسلمانانو د پاڅون ملاتړ کوي، پرون دامریکې په هڅو دهمدغو عرب حاکمانو سره لاس اوګرېوان وو، خو هېڅ زوریې پرې ونه رسېد او ښه شو چې یمني حوثي مسلمانان دعربستان په مشرۍ دجګړې په ډګر کې بریالي پاتې شول او دا دي نن یې له هماغو حماسو او مېړانو په الهام سره داسرائیلو اوامریکی اوانګلیس اوفرانسې پروړاندې دحماس داسلامي غورځنګ دحماسو ملاتړ ته وردانګلي اوپه سره بحیره کې یې هم دغربي هېوادونو اواسرائیلو دبېړیو پرضد مورچل نیولي دی، او داکار په واقعیت کې داسرائیلو له خوا دغزې تړانګې دڅو کلنې اقتصادي کلابندۍ پروړاندې ، چې همدا اوس هم دوام لري، یومناسب اومتناسب غبرګون دي، آیا دوی ۲۱عرب هېوادونه داسې کوم کار نشي کولای؟ یقیناً چې کولای یې شی،خو دغربیانو له وېرې چپ ناست دي او ټوله ورځ په راډیوګانو اوتلویزیونو کې د اوداسه مستحبات، دغسل موجبات او درمضان اوشوال د میاشتو فضایل بیانوي!
ایا کله چې دښمن توره په لاس درته ولاړه وي او تر دېرش زرو پورې کسان دې در ووژني ، دا وخت دتورې اومېړانی اوغیرت دی اوکه دمستحباتو دبیان ؟؟
باوروکړئ چې دفلسطین دمسلمان ولس پروړاندې د ۲۱عربی هېوادونو دغه مرتت اوبې غیرته دریځ، اسرائیلو ته د فلسطین د مسلمانانو په وژلو کې جرئت ورکړی .همدااوس هم که عربي هېوادونه اویا یواځي خلیجي هېوادونه پراسرائیلو خپل تیل اوګاز ودروي، په بشپړ اطمینان ویلای شو چې اسرائیل به دغه سیمه پرېږدي اوبېرته به اروپا او امریکا ته ستنېږي ،ځکه له هماغه ځایه راغورځول شوي دي اوپه یوه میاشت کې به د ځمکې له نقشې ورکېږي،خو دا کار هغه څه دي چې ددوی په وسه کې نشته ، باوروکړئ چې یوه محدوده اقتصادي کلابندي هم،اسرائیل له پښو غورځوي ، خو داکار ددغو ماکسي پوشو عربانو له سویې ډېر لوړ دی.
هیله لرو دکائناتو لوی خدای دهمدغو څو لږه کيو، خو غیرتي ځوانانو اومسلمانانو داخلاص اوصداقت او مېړاني په بدل کې مسلمانانوته سوبه په برخه او دیهودی فاشیزم کمپله له آسیا ټوله کړي.

روان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *