راپورونه

چابهار بندر د افغانستان لپاره اقتصادي ارزښت لري

د اقتصاد وزارت مسولینو ویلي، د باثباته اقتصادي ودې لپاره، د سیمې او له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا به د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو سبب شي.
د اقتصاد وزارت ویاندعبدالرحمن حبیب شریعت ورځپاڼې خبریال ته په ځانګړې مرکه کې وویل:له ایراني چارواکو سره د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر لیدنې او پر ګډو اقتصادي همکاریو خبرې او د اقتصاد، هوايي چلند، بندري مسایلو، ترانسپورټ او وسپنې ویلې کولو په برخو کې د هوکړه لیکونو لاسلیک کولو تر څنګ د چابهار له لارې د افغاني صادراتو او وارداتو زیاتوالي، تجارتي فعالیتونو ته د اسانتیاوو برابرول، د افغانستان له لارې ایران، ازبيکستان او چین هېوادونو سره نښلول او په دې مسیر کې تر واخان کوریډور پورې د اورګاډي پروژو غځول، د مخدرو موادو او قاچاق پر وړاندې مبارزه ،افغان دهقانانو ته د بدیل معیشت ‏موندلو په موخه ګډې هڅې، له ایران سره د ګمرکونو ۲۴ ساعته کول، له دواړو لوریو د خاک پولي معافیت او همدارنګه له ایران سره د تجارتي تعادل د رامنځته کولو په اړه د نظر یووالی له اقتصادي اړخه هغه مهم مسایل دي چې کولای شي د افغانستان د باثباته اقتصادي ودې کارموندنې او عامه هوساینې لپاره لار هواره کړي.
د اقتصاد وزارت ویاند ښاغلي حبیب زیاته کړه، چې د واخان کوریدور له بېلا بېلو اړخونو مهم بلل کېږي. د هغه په وینا د دې لپاره چې هېواد مو سمندر ته لارې نه لري، موږ کولای شو د دغې کوریدور له لارې د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا، منځني ختیځ او ختیځې آسیا د اقتصادي کړیو او بنسټونو ترمنځ د نښلوونکې نقطې په حیث رول ولوبو او د هیواد له ټرانزیټي استعداده پوره ګټه تر لاسه کړو.
له بلې خوا واخان دهلېز د جغرافیې له اړخه د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا ، سیاسي او کلتوري اړیکو د پراختیا ، د ټرانزیټ، سوداګرۍ او د هېواد د صادراتو او د نړیوالو او سیمه يیزو بازارونو ته د توکو د لېږد په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
دا دهلېز افغانستان ته اغېزمنې ټرانزیټي ګټې لري، نه یوازې ایران بلکې د مرکزي او جنوبي اسیا هېوادونو لپاره د نورو سیمو په پرتله د ځمکني نږدېوالي له امله یو مناسب فرصت ګڼل کېږي، همدارنګه د ختیځو هېوادونو چې (د نړۍ د انرژۍ مرکز) او اروپا ته د رسېدو لپاره مناسبه لاره بلل کېږي.
دیادولو وړ ده چې څه وخت وړاندې ،دBRI اقتصادي طرحه، چې د یو کمربند او یوې لارې په نوم هم یادېږي، د دې طرحې لپاره په جوړه شوې غونډه کې د نړۍ د شا او خوا ۱۶۵ هېوادونو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی او خپل ملاتړ یې اعلان کړی، نوموړې لاره چې له ۶۵ هېوادونو تېرېږي، د نړۍ شاوخوا ۴.۶ ملیارد وګړو ته یې ګټه رسېږي.
سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *