
چارواکي:د ورېښمو پُل به د ټرانزیټ لپاره ۲۴ ساعته خلاص وي
د ايران د سيستان او بلوچستان ولایت لوړ پوړي پلاوي د دغه ولایت د والي دوکتور محمد کرمي په مشرۍ
د ايران د سيستان او بلوچستان ولایت لوړ پوړي پلاوي د دغه ولایت د والي دوکتور محمد کرمي په مشرۍ د نيمروز له والي ملا نجيب الله رفيع او د دغه ولایت د ملکي او نظامي ادارو له مسوولینو سره د یاد ولایت د غونډو په تالار کې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې ملا نجیب الله رفیع د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر اهمیت، انساني قاچاق او نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د یادو پدیدو پر وړاندې مبارزه د اسلامي امارت او د محلي ادارې له لومړیتوبونو څخه یاد کړل.
هغه دغه راز د ایراني پلاوي څخه له افغان کډوالو سره د ښه چلند غوښتنه وکړه او دغه اقدام یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره اغېزمن وباله.
په دغه کتنه کې د ايران د سيستان او بلوچستان والي دوکتور محمد کرمي په نيمروز کې په دې غونډې خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د مسلمانانو بشپړه بریا د یووالي، پيوستون او یو د بل منلو سره ترلاسه کېدای شي.
په دغه دوه اړخیزه غونډه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ښو اړیکو د ټینګښت په موخه له بحث او د نظر تبادلې وروسته اقتصادي او امنیتي کمېټې جوړې شوې او ټینګار وشو، چې د دواړو ولایتونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې په موخه به ۲۴ ساعته د ورېښمو پُل د ټرانزیټي وسایطو پر مخ خلاص وي او په ورځني ډول به پرې لږ تر لږه ۶۰۰ ترانزیټي موټر تګ راتګ کوي.