تاریخ او جغرافیه

چاپه او د کوربه اخلاص او زړورتیا

۱۳/۵/۱۳۸۹ لمریز کال
خارجي یرغلګرو، هوایي او ځمکني عملیات اعلان کړي وو. کړۍ ورځ د غلیم بېلابېلو الوتکو زموږ تشیال اشغال کړی وو. له ډرون نه واخله بیا تر (f16) ایف شپاړس، چېنوک، بلیک هاک او اپاچې چورلکو په دې عملیاتو کې برخه لرله.موږ د خاکسفید ولسوالۍ د ننګ اباد کلي کې وو چې چاپه راغله، ډبډبنو څو دورونه ووهل بیا لږ ها خوا یې امریکایي کومانډو پوځیان ډیسانت کړل. یوه چېنوک چورلکه مخامخ د غره پر څوکه کېناستله. څو شېبې وروسته چاپه ماته شوه. د معلوماتو وروسته څرګنده شوه چې ځینې مجاهدین په شهادت رسول شوي اویو تعداد اسیران شوي دي.غرمه مهال بیا ډرون یو تکړه مجاهد ملا محی الدین صبریار په نښه او په شهادت ورساوه. ټوله ورځ په همدي اړو دوړ تېره شوه.ماښام ناوخته موږ د خاکسفید ولسوالۍ د رنج کلي ته راغلو. سهار له لمانځه وروسته یو ناڅاپه د بلیک هاک او چېنوک چورلکو غرهار شو …څو سوه متره زموږ هاخوا یې عسکر کښته کړل. کوربه راته ټینګ شو چې ته به خامخا زما سره کورته ځې. له ډېر اصرار وروسته یې زه خپل د ناستې خونې ته بوتلم، خپل د کور ماشومان یې په یوه بله خونه کې کېنول، په کور کې یې یوه ځانګو هم وه چې کله د پوځیانو د راتللو وخت نږدې شو کوم ماشوم یې هم ځانګو کې واچاوه چې ما د وخت تېرولو په غرض ګړۍ په ګړۍ ټال
ورکاوه.
ما فکر وکړ که چېرې دښمن سرای ته راشي او کوم جاسوس ورسره وي نه هرو مرو به مې وپیژني. نو فیصله مې وکړه چې ږیره کوچنۍ کړم همداسې مې وکړل او ځان مې داسې جوړ کړ چې کور مې په ښار کې دی او دا کور والا مې خوریان دي او زه یې حال اخیستلو ته راغلی یم.
دا وو چې عسکر سرای ته دننه شول د کور مشر چې یو سپین ږیری آغا صاحب و او ټوله ورځ په کوټه کې د قرآنکریم په تلاوت او دعا لګیا ووهم ورسره راغلی.عسکرو ته یې کړل چې دا زما اولادونه او دا یو مې اخښی او کور یې په ښار کې دی. په کومې خونې کې چې زه ناست وم یوه عسکر د لاس په اشارې کولو زه ور وغوښتلم. زه هم ور ووتلم یو په ونه جګ کس پوښتنې را نه پیل کړې. وروسته راته معلومه سوه چې دا نفر فراه ولایت کې د اسلامي امارت ضد مشهوره څهره قومندان خدایداد وو.څو پوښتنې یې رانه وکړې، ما هم ځوابونه ورکړل، دوی هم وروسته له سرایه ووتل. همدا شان یې د کلي په ډېره برخه کې د کورونو تلاشۍ اخیستلې وې. چاپه شاوخوا د ماسپښین یوه بجه پای ته ورسېدله. له دې وړې بېلګې نه سړی اټکل کولای شي چې ولسي وګړو په څومره ستونزمنو حالاتو کې مجاهدین پخپلو کورونو کې ساتلي، ډوډۍ او شپې یې ورکړي دي. او دا د همدې ولس د حمایت او ملاتړ برکت دی چې د نړیوال استکبار په وړاندې زموږ روان جهاد د بریا تر درشله ورساوه. الله تعالی دې زموږ مجاهدینو ته توفیق ورکړي چې د ولس دا ښیګڼې په یاد ولري او د دوی د هیلو د یو ممثل اسلامي نظام تر راتلو خپلو مبارزو ته دوام ورکړي.
وماذالک علی الله بعزیز.

مولوی حیات الله مهاجر فراهی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *