افغانستان

چين د افغانستان پر نفتي توکو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر له چینايي پانګوال سره لیدلي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت وايي په دې لیدنه کې د چیناني کمپنۍ مسوولینو د افغانستان د نفت او ګازو په زیرمو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د نفت او ګازو په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیاښودلې ده. د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ویلي، د افغانستان د کاني زيرمو په برخه کې د بهرنيو شرکتونو د لېوالتيا هرکلى کوي او زیاته کړې يې ده چې افغانستان د نفت او ګازو زېرمو له پلوه بډایه هیواد دى او دغه وزارت به ډېر ژر د نفت او ګازو یو شمېر کانونه داوطلبۍ ته وسپاري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *