افغانستان

چینايي پانګه وال: افغانستان د پانګونې لپاره غوره هېواد دی

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د چین د «سي.ډي.سي» استخراجي شرکت له رئیس سره وکتل.د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو، سراسري امنیت او افغانستان ته د بهرنیو شرکتونو پر را جلبولو خبرې کړې دي. د «سي.ډي.سي» شرکت رئیس، د شته فرصتونو د برابرولو او د هېواد پر اوسني حالت خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي: افغانستان د پانګونې په برخه کې د ښو فرصتونو په لرلو سره، یو غوره هېواد دی.هغه دغه راز د مسو، سرب او جستو کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.د کانونو او پټرولیم وزارت هم، په هېواد کې د یاد پانګه وال د پانګونې هرکلی کړی او د کانونو په برخه کې یې د پانګونې لپاره د آسانتیاوو برابرولو او لازمو همکاریو ژمنه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *