افغانستاناقتصاد او رغونه

چین د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي

شریعت: د چين د سوداګرۍ خونې استازي د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي ریيس سره په لیدنه کې ویلي غواړي په افغانستان کې له ډبرو سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

شریعت: د چين د سوداګرۍ خونې استازي د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي ریيس سره په لیدنه کې ویلي غواړي په افغانستان کې له ډبرو سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت اجرایوي رییس محمد حنیف حمزه د چین د سوداګرۍ خونې له استازي سره وليدل.
سرچینې ليکلي د چین سوداګرۍ خونې استازي په دې لیدنه کې ويلي، غواړي په افغانستان کې له ډبرو سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وكړي. په خبرپاڼه کې راغلي د چین د سوداګرۍ خونې استازي ويلي چې دوی په ۱۱ هېوادونو کې له ډبرو سکرو د برېښنا توليد تجربه لري او افغان لوری چې په هر ولایت کې وغواړي دوی به د ډبرو سکرو له لارې د برېښنا تولید دستګاوې نصب كړي. سرچينې ليکلي د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس په دغه لیدنه کې ویلي چې په دې اړه به د افغانستان برېښنا… ۷مخ

شرکت او د چین لوري ګډ تخنيکي پلاوي د ګډو ناستو له لارې پر ټولو مواردو خبرې او څېړنې وکړي او وروسته به ترلاسه شوې پایله د افغانستان د سرپرست حکومت له رهبرۍ سره شریکه کړي. هغه دغه راز د چین د سوداګرۍ خونې استازي ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د هر ډول پانګونې په تړاو همکارۍ ته چمتو دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *