لیکنېمقالی اوتبصرې

چین ولې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا پیلولو کې مرسته وکړه؟

د روان کال د مارچ په لسمه د جمعې په ورځ، سعودي عربستان او ایران په بیجینګ کې له خبرو اترو وروسته د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا رغولو په موخه خپله موافقه اعلان کړه. چین د دې پروسې کوربه توب په غاړه درلود او چینايي لوړ پوړو چارواکو دواړو هیوادونو ته په همدې مناسبت مبارکي هم وویله.
پوښتنه: دغو هېوادونو ولې اوس اړیکې بیا ورغولې؟
لومړی ځواب: داسې ښکاري چې دا پروسه تیره میاشت بیجینګ ته د ولسمشر ابراهیم رییسي د سفر په جریان کې پرمخ تللې وه. وروسته له هغه چې ولسمشر رییسي د 2021 په اګست کې دنده پیل کړه، هغه اعلان وکړ چې د سیمه ییزو ګاونډیو سره د تاوتریخوالي کمول يې لومړیتوب دی. سعودي عربستان او ایران په سیمه کې پراخ توپیرونه لري، دوی ډیری وختونه د نیابتي جګړې له لارې جنګیږي. دوی له لبنان څخه تر سوریې او له عراق څخه تر یمن پورې غزېدلي دي. ایران په یمن کې حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي چې سعودیان يې په سرحدي او داخلي سیمو کې له ګواښ سره مخ کړی دی. سعودي عربستان په یمن کې د شخړې د پای ته رسولو لپاره د یوې لارې موندلو په لټه کې دی او احتمال لري چې دا تړون په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي.
دوهمه پوښتنه: د چین رول څه اهمیت لري، او په خلیج کې د چین شتون څه معنا لري؟
د خبرو اترو د اسانتيا هڅې د چين درنښت زياتوي. په داسې حال کې چې متحده ایالات په خلیج کې مخکښ نظامي ځواک دی، چین یو پیاوړی او مخ په زیاتېدو ډیپلوماتیک حضور لري. دا په ټوله نړۍ کې د چینایي ځواک او نفوذ درک ډېروي او د متحده ایالاتو د نړیوال شتون په داستان کې د کمیدو لپاره مرسته کوي.
عراق هڅه کوله چې د سعودي-ایران په خبرو کې رول ولوبوي، او د فرانسې لومړي وزیر ایمانویل مکرون هم په فعاله توګه هڅه وکړه چې دغه اړیکې ورغوي. چین په اقتصادي لحاظ د دواړو خواوو سره د اړیکو لپاره ښه نیت درلود.
چین یوازې د ایران د ټولې نړیوالې سوداګرۍ شاوخوا 30 سلنه استازیتوب کوي، نو دا د ایران لپاره خورا مهم ځای دی. چین د سعودي عربستان د تیلو تر ټولو لوی صادراتي بازار دی، او سعودي عربستان د چین د تیلو لوی عرضه کوونکی دی.
کله چې ولسمشر شي جین پینګ په دسمبر کې سعودي عربستان ته سفر وکړ، ایرانیانو د ایران نړیوالې انزوا ته په پام سره د هغه په هغه څرګندونو او کړنو چې د سعودي عربستان په لور تمایل پکې موجود و، په کلکه شکایت وکړ.
درېیمه پوښتنه: دغه تړون د متحده ایالاتو او په خلیج کې يې رول، څه معنا لري؟
درېیم ځواب: متحده ایالات نشي کولی دا تړون مات کړي ځکه چې دغه تړون له ایران سره مستقیماً اړیکه نه لري. د عراق د پخواني لومړي وزیر مصطفی الکاظمي چې د متحده ایالاتو د حکومت خاموش ملاتړ يې درلود د 2022 په اکټوبر کې له دندې لرې کیدو دا احتمال ختم کړ چې عراق به په دې برخه کې د امریکا په ګټه رول ولوبوي.
د بایډن ادارې د سیمه ییز امنیت د اهمیت په اړه خبرې کړي او احتمال لري چې لږ تر لږه په عمومي شرایطو کې د دې تړون ملاتړ وکړي.
خو حقیقت دا دی چې سعودي عربستان په دې تړون کې په داسې ډول چلند وکړ چې ښکاري متحده ایالات په بشپړ ډول له مینځه تللي. دغه چلند دغه راز دا پیغام هم لیږدوي چې سعوديان غواړي د امنیت په اړه خپل شرطونه متنوع کړي او په بشپړ ډول په متحده ایالاتو تکیه نه کوي.
د متحده ایالاتو حکومت په دې اړه دوه ذهنیتونه لري؛ دوی غواړي چې سعوديان دې د خپل امنیت لپاره ډیر مسؤلیت په غاړه واخلي، خو دا نه غواړي چې سعودي عربستان د متحده ایالاتو له امنیتي ستراتیژیو څخه آزاد شي.
څلورم پوښتنه: دغه تړون د سعودي د ډیپلوماسۍ په اړه څه څرګندوي؟
څلورم ځواب: داسې بریښي چې سعوديانو دا خبرې اترې په داسې ډول تنظیم کړې چې په قصدي توګه متحده ایالات له یاد تړون څخه لرې پاتې شي.
بیا هم په ورته وخت کې، سعودیانو «وال سټریټ ژورنال» ته خبر ورکړ چې دوی د اسراییلو سره د ډیپلوماتیکو چینلولو عادي کولو ته چمتو دي او په دې برخه کې يې ځینې شرایط هم په ډاګه کړل.
د سعودي عربستان پیغام دا دی چې په سیمه ییزه ډیپلوماسۍ کې به غیر فعال نه وي او د خپلو ګټو د انډول کولو لپاره به په خپله اقدام کوي. د ایران په اړه د سعودي شکونه خورا ژور دي، او د سعودي عربستان په وړاندې د ایران دښمني هم په ورته ډول پخه شوې ده.
دواړه هیوادونه په راتلونکي کې د مخالف پاتې کېدو تمه لري، خو دوی په دې باور هم دي چې د اړیکو نور مستقیم چینلونه به د دوی ګټو خوندي کړي
بیا هم، سعودیان د ایران له خوا دوامداره ګواښونه احساسوي. د ایراني تیري په وړاندې د متحده ایالاتو د امنیت تضمین ساتل، د راپورونو له مخې د اټومي بډایه کولو لپاره د متحده ایالاتو د موافقې غوښتنه کول او د اسراییلو سره د امنیتي تفاهم ژورول هغه څه دي چې سعودیان ورته له ایران څخه د تل پاتې ګواښ په سترګه ګوري.

ژباړه: شاهدالله رحیمي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close