
چین کې د افغانستان سفیر: ګڼ شمېر چیني پانګوال د برښنا پروژو کې پانګونې ته لېواله دي
چین کې د افغانستان سفیر له اوبو او انرژي وزارت سرپرست سره په کتنه کې وویل چې ګڼ شمېر چیني پانګوال افغانستان کې د لمریزې برېښنا، بادي، ډبرو سکرو او اوبو سرچینو په پروژو کې پانګونې ته لېواله دي.د اوبو او انرژي وزارت په تویترپانه کې راغلې چې ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې تیره ورځ په چین هېواد کې د افغانستان له سفیر محترم سید محي الدین سادات سره وکتل.
په دغه کتنه کې، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د چین هېواد پانګوالو د هڅولو او د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې چینایي پانګوالو د پانګونې لپاره د لا همغږیو او د چارو د ښه انسجام په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.
په ورته مهال، په چین کې د افغانستان سفیر څرګنده کړه، چې په چین هېواد کې ګڼ شمېر پانګوال په افغانستان کې د لمریزې برېښنا، بادي، ډبرو سکرو او اوبو سرچینو په پروژو کې پانګونې ته لېواله دي، اړینه ده چې د دې پانګونو لپاره زمینه چمتو شي.