
چېرې چې رهبر نه وي، هلته ملت له منځه تلونکی دی
چېرې چې رهبر نه وي، هلته یو ملت له منځه تلونکی دی ؛ دا ښایسته شعار د اسرائیلو د جهنمي سازمان (موساد) شعار دی د موساد په نوم د اطلاعاتو او عملیاتو ځانګړی انستیتوت کوم چې د استخباراتي فعالیتونو او همدارنګه د پټو او د جاسوسۍ ضد عملیاتو د ترسره کولو مسئولیتونه سرته رسوي په ۱۹۴۶ میلادي کال کې د ډسمبر په ۱۳مه تاسیس شو .
دا سفاک استخباراتي سازمان په چټکۍ سره د انګلستان او امریکا په استخباراتي همکاریو سره د اسرائیلو لپاره یو ګټور استخباراتي سازمان ثابت شو.
دلته یوه نقطه اړینه ده،چې ډېر کسان داسې فکر کوي موساد د اسرائیلو د استخباراتو سازمان تکاملي بڼه ده،خو په حقیقت کې داسې نه ده موساد د اسرائیلو د استخباراتو چې ( شای) نومېږي یوه برخه ده .
موساد، یا د یهودانو تر ځمکې لاندې سازمان، د پنځه عبراني کلمو لنډیز یا اختصار دی چې (د اطلاعاتو او ځانګړو عملیاتو) مفهوم افاده کوي. موساد په حقیقت کې د صهیونیسټي رژیم د پټو پولیسو یوه پرمختللې بڼه ده او د هغو پټو او وېشل شویو سازمانونو د یو ځای والي ټولګه ده کوم چې له لسیزو وړاندې یې د یهودانو د ګټو او د دغه نسل د مخالفانو پر ضد له اسرائیلو بهر فعالیت پیل کړی و .
لکه څرنګه چې مو وویل د موساد د عملیاتو ساحه له اسرائیلو بهر ده او په نورو هېوادونو کې خپل مخالفین پلټي او په نښه کوي یې چې یو څو مشهورو نمونو یې د مثال په ډول را سپړو:
د موساد اجنټانو په۱۹۶۱ زیږدیز کال کې، د نازیانو یو مشهور افسر او د یهودانو ستر قاتل اډولف آیشمن چې په ارجنټاین کې په پټه اوسېده پيدا کړ له هغه ځایه یې اسرائیلو ته وتښتاو او هلته یې اعدام کړ دا عملیات په نړۍ کې د دې سازمان د اغېزمنتوب په اړه د پراخو تبلیغاتو لامل شو.
موساد د ډېرو فلسطیني مشرانو او مبارزینو په وژلو کې مهم رول ولوباوه، په خاص ډول د میونخ د المپیک په لوبو کې د اسرائیلي لوبغاړو د وژونکو په له منځه وړلو کې .
همدا راز دغه سازمان په دوبۍ کې د حماس د مشر محمود المبحوح په وژنه او همدارنګه د خلیل الوزیر چې په ابوجهاد مشهور و، وژنه کې مستقیم لاس درلود.
محمود عبدالرؤف المبحوح د حماس یو له لوړ پوړو قوماندانانو و چې د عزالدین قسام لوا بنسټ یې کېښوود،د ۲۰۱۰ کال د جنوری په ۱۹ مه د دوبۍ په روتانا نومي هوټل کې د موساد له لوري ووژل شو د صهیونیسټ رژیم ۱۲م نمبر تلوېزیوني چینل د یوه مستند فلم په خپرولو سره د غزې د مقاومت د دغه قوماندان د وژلو جزئیات افشا کړل او په دغو عملیاتو کې یې د موساد مسئولیت په ډاګه کړ ؛ په دې فلم کې ویل شوي چې د المبحوح وژنې ۲۲ دقیقې وخت واخیست ، المبحوح ته یې د یوې مادې په تزریقولو سره لومړی د هغه عضلات فلج کړل وروسته یې تنفسي سیسټم کار پرېښود،چې دا کړنه د هغه د سمدستي مړینې لامل شوه .
خلیل ابراهیم الوزیر، چې په ابوجهاد مشهور وو یو فلسطیني سیاستوال او نظامي تیوریست و. هغه د فتح غورځنګ له بنسټ اېښودونکو څخه و، همدا راز د دغه سازمان د مرکزي کمېټې غړی او د الفتح د پوځي څانګې الاصفه قوماندان و. نوموړی په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې په تونس کې د موساد له لوري ترور شو .
همدا زار د موساد له لوري یو کأناډایی انجنیر او ساینسپوه چې جرالډ بول نومېده او د صدام حسین له لوري د بابل په پروژه کې د اتمي بمب جوړولو لپاره ګمارل شوی و په بلجیم کې ترور کړ . د عربو او اسرائیلو تر منځ د شپږ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې دغه سازمان د عربي پوځونو ټول حیاتي معلومات تر لاسه کړل او دا مسئله د دې لامل شوه چې اسرائیل په پورتنۍ جګړه کې د پام وړ برتري ترلاسه کړي.
په وروستیو کلونو کې موساد له یو لړ ناکامیو سره هم مخ شو، چې یوه له مهمو ناکامیو یې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په برخه کې د دغه سازمان بې کفایتي او د لبنان له حزب الله سره د مقابلې وړتیا نه درلودل دي .
د تل آبیب اسلامي پوهنتون، د اسلامي نړۍ لپاره دخطر زنګ :
دا پوهنتون په تل آبیب کې موقعیت لري،چې یو له هغو ځایونو دی چې موساد په کې د اسلامي علومو د پوهانو تر عنوان لاندې جاسوسان روزي او مختلفو اسلامي هېوادونو ته یې د عملیاتو ، جاسوسۍ ، د مسلمانانو ترمنځ د اختلافاتو را منځته کولو ، د مسلمانانو په منځ کې د ډلو ټپلو جوړولو او په اسلامي هېوادونو کې د تاوتریخوالي خپرولو په موخه له روزلو وروسته اسلامي هېوادونو ته استوي.
دا پوهنتون په ۱۹۵۶ میلادي کال کې تاسيس شو او له ۶۷ کالو را په دېخوا په دې پوهنتون کې د اسلامي علومو لکه تفسیر ،حدیث، فقه ، اسلامي تاریخ عربي ژبې او په اسلامي علومو پورې تړلي نور علوم تدريسېږي .
دا پوهنتون یو تړلی پوهنتون دی او له یهودیانو پرته بل هېڅ محصل ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کېږي ، د موساد له لوري د دغه اسلامي پوهنتون جدی څارنه کېږي ، د محصلینو او استادانو لپاره د درسي موادو او نصاب ټاکل د موساد له لوري د یو دقیق پلان له مخې تر سره کېږي ؛د اسلامي علومو ترڅنګ محلصینو ته استخباراتي زده کړي هم ور کول کېږي.
کله چې یو محصل له دې پوهنتونه فارغ شي اسلامي نوم ورته غوره کېږي لکه شیخ ابو عمر، شیخ ابوعلي ،شیخ ابوبکر ، شیخ ابو حفصه او دې ته ورته نومونه ، له هغه وروسته د ستر دیني عالم په توګه معرفي کېږي او په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو په منځ کې د یو دیني عالم او شیخ په نامه په ډېر دقت سره د کار فرصت او موقعیت ورته ټاکل کېږي .
کله چې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو په منځ کې خپل کار پیل کړي او له مسلمانانو سره اړيکې جوړې کړي په ډېر دقت سره د مسلمانانو په اړه خپل مالومات موساد ته انتقالوي او د موساد له لوري جوړې شوې فتواګانې بیا د مسلمانانو په منځ کې خپروي ؛ د موساد په لاس تربیه شوي شیخان هڅه کوي چې د مسلمانانو په منځ کې ډلې ټپلې را منځ کړي او بیا د دې ډلو ټپلو ترمنځ فرقوي اختلافات وکري او په خپلو منځونو کې یې په جګړو واچوي .
موساد له لوري د استخباراتي موخو لپاره د پېغلو نجونو استخدام :
موساد له مودو راهېسې د روسیې په پخوانیو جمهوریتونو ، د شرقي اروپا او اسلامي هېوادونو کې د ځوانو نجونو د استخدام لپاره داسې اعلانونه خپروي،چې د هوټلونو د کارکوونکو، د نڅا کمپنیو،د تجارتي کمپنیو د اعلانونو لپاره موډلې نجونې په لوړ معاش په دندو ګوماري یادې نجونې چې زیاتې ښکلې او تر شلو کلونو يې عمر لږ وي ، ټولې اسرائیلو ته استول کېږي، د عربي زده کړې، د پټو فلمونو د ثبت زده کړه ، د اواز د ثبت زده کړې لپاره استخدامېږي او وروسته یې د نړۍ نورو هېوادونو ته د جاسوسۍ په موخه لېږي.
رحمت الله فیضان