مقالی اوتبصرې

چې امریکا ته پیسې سپاري، همدا به یې حال وي!

امین وردګ

موږ ته خو د امریکې ټول تاریخ مالوم دی چې خښته یې لا سپین پوستو په ظلم سره ایښې ده ، مګر بیا هم تېر وزو.
امریکې ته سپین پوستي په (۱۴۹۲) میلادي کال کې د ستر غاصب (کرسټف کلمب) په لارښوونه له اروپا څخه ورغلل او دغه لویه وچه یې ورو ورو له بومیانو لاندې او بیا یې د تور پوستو په زور آباده کړه، خو تورپوستکیو خوارکیانو ته یې سهم ځکه پکې ورنکړ چې غلامان وو.
خبره دلته ختمه نشوه! بلکې موضع لا پسې توده شوه او هغه دا چې؛ سور پوستي یې قتل عام هم کړل او کوم چې پاتې شول، هغوی یې ټول یا وشړل او یا یې په غلامۍ سره ونیول، وروسته یې نو هغه کارونه پرې وکړل چې نور خلک یې پر حیواناتو هم نه کوي؛ ځکه خو اوس دوی (غربیان) په ظلم او وحشت کې نوم لري! ګواکي دا ناوړه عمل په دوی کې میراثي دی؛ نو له همدې امله اوس هلته د سپین پوستو سلنه (۷۶.۳%) مګر د سور پوستو یې بیا یوازې (۱.۳%) ده.
په شپاړسمه سدۍ کې یې حکومتي اداره رامنځته کړه، خو په جوړښت کې یې د غلو، قاتلینو، زناکارو، لوطیانو او فساقو لپاره قضائي مصؤنیت هم قانوني کړ او ټول مفسد اراکن او عناصر یې استخباراتي ضروریات وګڼل.
کله یې چې حکومتي اداره جوړه او په رأس کې یې زناکاران او لواطت کاران و ګمارل، بیا یې نو ټوله توجه خارجي سیاست ته واړوله او داسې یوه کرغېړنه او ظالمانه بهرنۍ پالیسي یې و رغووله، چې (پرته له همدوی څخه) د هېچا ګټه هم نشته پکې.
تر کلونو کلونو یې په خپلو منځو کې یوبل سره وخوړل، تر دې چې لومړۍ نړیواله جګړه رامنځته شوه، نو امریکا د یوه ابر قدرت په توګه پکې وځلېده، مګر چې کله دویمه نړیواله جګړه پیل، پسې ختمه شوه؛ نو امریکه نوره هم قوي او په ټوله نړۍ کې سر ووته ، تر دې چې له شلمې میلادي پېړۍ په آخري سلیزه کې یې افغان ځوانانو له مخې شوروی هم لیرې کړ! نو امریکا په ریښتیا سره نور د نړۍ پر مخ سیال او حریف نه لاره، تر دې چې هغه د موږک او زمري کیسه یې وکړه (کومه چې عبدالباري جهاني په شعر کې را اخیستې ده) یانې دا ځل یې پر موږ یرغل وکړ او زموږ پر خزائنو یې خېټه واچوله ، خو موږ (د الله په نصرت سره) داسې درس ورکړ (لکه مقدوني سکندر، حسین صفوي، چنګیز، هلاکو، ګوډ تیمور، ترکانو، د هوتکي د دور روسانو، مرهټیانو، سیکانو، انګرېزانو، مجوسیانو، شورويانو او… ته مو چې ورکړي وو) چې تر قیامته به یې یاد ساتي.
اې! ماته دې یو څوک د امریکې په تاریخ کې دروند مشر را وښيي! نږدې په هر هېواد کې (که کفري دی او که اسلامي) یو نه یو! باشخصیته مشر تېر شوی وي، خو د امریکې تر څلوېښتو زیات مشران یو پر بل پسې راغلي او تللي، مګر یو یې هم د بودې نه ؤ، بلکې هر یو یې په اخلاقي فساد آغوشته، غل، ډاکو او ظالم تېر شوی دی.
زه حیران دې ته یم! چې زموږ، یا نورو هېوادونو مشرانو ولې پر دغو غلو اعتماد کړی، ولې یې د کونډې او یتیم پیسې دوی ته (د امانت په توګه) سپارلې دي؟ دوی نو کوم او د چا امانات ساتلي؟! چې زموږ به یې ساتلي وای.
توبه خدایه ! موږ او نوره نړۍ څومره کمفکره او خوشباوره خلک یو!
اوس دا دی زموږ خپله بانکي زېرمه (د کنګل په نوم) رانه خوري او په ډېره بې شرمۍ سره وایي چې: ((دا پیسې موږ د سپټمبر د یوولسمې د پېښې قربانیانو ته ورکوو!)) وا د خدای په غضب اخته شې امریکې ! د سپټمبر پېښه نو د مظلومو افغانانو په پیسو پورې څۀ اړه لري؟ پېښه خو تاسو پخپله وکړه او بیا مو پر (ابن لادن) ور واړوله ! اما خیر! فرض کړه چې پېښه هغۀ کړې ده ! نو هغه خو عرب ؤ او برید مو په پاکستان کې پرې وکړ، نو پر موږ یې څۀ؟! په هر حال… همغه مو پلمه کړه او پر مظلوم، جګړو ځپلي او بې دفاع هېواد (افغانستان) مو وحشیانه یرغل وکړ، خو الله پاک وشرمولئ او مات شوئ؛ ځکه خو اوس چې کله زموږ هغه زېړې د غوړیو بوشکې، ښورې او بورې دریادې شي، نو د وږیو لېوانو غوندې مو پر نغدي اماناتو ورمنډه کړئ.
اې امریکې ! یقیناً چې ستا دا کار د مېړه نه دی نوره دې خوښه ! هو ریښتیا! ته خو له لویه سره مؤنثه یې! ځکه خو دې یو کار هم د نارینه نه دی کړی او نۀ به یې وکړې، بلکې بالعکس! تظاهرات په ښځو کوې، جګړه هم په ښځو او کارونه دې ټول ښځو روان کړي دي ، نو له تا بۀ څوک د دې تمه کوي چې د مېړه کار وکړې؟! او اې! دا په هر میدان کې دې ماتې هم له همدې امله ده چې مؤنثه یې! چې رګونه دې سوخت وکړي او نوره لاره درنه ورکه شي، نو بیا پر خپل ځان خوله لګوې! چې دا ټول کارونه دې د رنډۍ ښځې دي.
مرګ وغواړه!!!
زما خو دې قسم پر الله وي، چې له لوږې مرم که خو د یو چا حق په داسې نامردانه او ظالمانه توګه وخورم لکه ته چې زموږ د کونډو او یتیمانو هغه مالونه خورې کوم یې چې تاته د امانت په توګه ایښي او پر تا یې باور کړی ؛ خو نه! اصل کې ته شرم نه لرې او د یوې بازاري فاحشې په توګه دې سترګې شخې نیولې او په ډېرې بې شرمۍ سره د نورو جیبونه وهې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *