دینې لیکنېلیکنې

چې زما جنازه تیاره شي..!

دغه مقاله کویټي لیکوال مرحوم (عبدالله الجارالله) له خپل مرګه څو ورځې مخکې ليکلې وه:
مرحوم لیکلي، د مرګ په راتلو خفه نه يم او نه هم په دې خفه او باک کوم چې له مرګه وروسته به مې له جسد سره څه کېږي.
ځکه له مرګه وروسته به مې مسلمانان وروڼه لاندې چارې ترسره کړي: جامې به راڅخه وباسي، غسل به راکړي،کفن به راواغوندي، له کوره به مې وباسي، خپل نوي ځای (قبر) ته به مي یوسي، ډېر خلک به خپل کارونه او ژمنې پرېږدي او زما جنازې ته به راشي، خو ډېری خلک به زما د نننۍ ورځې نصيحت په هکله هېڅ فکر هم نه کوي.
زما د کور شيان لکه:ليکنې، کتابونه، بکسونه، بوټونه، کيليانې، جامې او نور… له زما څخه پاتې شي، که چېرې زما د کورنۍ خلکو (له ماسره ښه کول) نو دا به خيرات کړي، تر څو ماته ګټه راورسوي.
په ټينګار سره وايم،چې نړۍ به زما پر مرګ هېڅ غمجنه نه شي، ځکه هره ورځ زما په شان ډېر خلک له دې فاني نړۍ څخه د ابدۍ نړۍ په لور کوچېږي، نه به هم زما په مرګ سره د نړۍ کوم کار و بار ودرېږي، بلکې د خلکو اقتصادي چارې به همداسې روانې وي او زما په کارځای کې به زما پر ځای بل کس پر دنده وګمارل شي. شتمني به مې وارثانو ته حلاله شي، خو د لږ او ډېر (وړې او ذرې) حساب به يې زما سره کېږي
او هغه لومړنی شی چې زه يې د مرګ پر وخت له لاسه ورکوم، هغه زما نوم دی، نو کله چې زه مړ شم، بيا په نامه نه راته ويل کېږي، بلکې راته وبه ويل شي، چې (مړی او جسد) او کله چې د جنازې لمونځ راباندي اداکېږي، نو وبه ويل شي،چې جنازه راوړئ!
نو له دې وجهې زه بايد په خپل نسب، قبيلې، منصب او شهرت سره دوکه نه شم،پس ای هغه انسانه چې اوس ژوندی يې!
په دې پوه شه چې ستا پر مرګ به درې ډوله خلک غمجن شي، يو هغه خلک دي، چې تا سطحي پېژني او وبه وايي (دا خوار هم مړ شو).
بل ستا ملګري چې پر تا به څو ساعته يا هم څو ورځې غمجن شي، خو وروسته به بېرته خپلو کارونو، خبرو، مجلسونو او خنداګانو ته ور وګرځي او اخر کې ستا کورنۍ، چې دوی به ژور غمجن شي، چې يوه دوې اوونۍ، يوه يا دوې مياشتې به غمجن شي، وروسته له دې به ستا ياد د خاطراتو ارشيف ته وسپاري.
ستا له مرګ وروسته، د خلکو ترمنځ ستا کيسه تر همدغه ځايه پورې وه او خلاص.
اوس دې حقيقي او د اخرت کيسه پيلېږي: هغه داسې، چې ستا له مرګ وروسته به دغه لاندې شيان له تا څخه بېل شي:
ښکلا،عمر، شتمني،روغتيا (صحت)،مېرمن،بچيان، کورنۍ،دوستان، ملګري،همکاران،کورونه او ماڼۍ.
ستا له عمل پرته به بل هېڅ شی هم درته پاتې نه شي او له دې وروسته به دې حقيقي ژوند پيل شي، اوس دلته پوښتنه داده چې تا دغسې ورځې لپاره څه تياری نيولی..؟
دا هغه پوښتنه ده چې بايد غور باندې وشي.
نو ځکه ته بايد پر دې حريص شي چې:
فرائض،نوافل،په پټه صدقه ورکول،د شپې لمونځ کول،غوره اخلاق،ديني تعليم او تعلم،له قرآن سره تعلق،له مسجد، د جماعت له لمانځه او نېکانو خلکو سره مينه ساتل،د الله ذکر کول،بايد ترسره کړې، ښايي دا کارونه ستا (د قبر او اخرت له سختيو او عذابونو څخه) د نجات سبب شي.
ای ژوندی انسانه تاته وايم!
که له دې مقالې لوستلو وروسته تا د قبر او اخرت لپاره تياری ونيو او دغه ليکنه دې د خلکو ترمنځ ډېره خپره کړه، نو کېدلای شي، د الله په فضل سره دا کار ستا د نجات او برياليتوب سبب وګرځي او د اخرت په ورځ ستا د نېکۍ پله درنده کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *