افغانستان

ډاکټر قلندر عباد:  د تېرو ۳ کلونو لاسته راوړنې بې سارې دي

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد کندز ته په سفر کې د دغه ولایت د عامې روغتيا رياست له مسوولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې واورېدې او د هواري ډاډ یې وکړ.

ډاکتر عباد زیاته کړه، چې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو په نسبت په تېرو دریو کلونو کې په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره کړي او هڅه کوي په هېواد کې د روغتیا برخې ټولې ستونزې حل او ورته رسېدنه وکړي.

نوموړي کندز ته د خپل سفر موخه د دغه ولايت له روغتیايي برخې لیدنه او د اړوندو مسوولینو ستونزې اورېدل یاد کړل او ډاډ یې ورکړ، چې د روغتیايي مرکزونو په ځانګړي ډول د ډاکټرانو معاشونو ستونزې به هوارې شي.

د عامې روغتيا وزارت سرپرست دغه راز د کندز عامې روغتيا رياست له مسولینو سره په ګډه د کندز حوزوي روغتون، انتاني روغتون او یو شمېر نورو روغتیايي مرکزونو څخه هم لیدنه او کتنه وکړه.‌

ورته مهال د دغه  ولایت د حوزوي روغتون یو شمېر ډاکترانو هم دغه ولايت ته د نوموړي له راتګ څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د معاشاتو، تشکیل او د حوزوي روغتون تجهیز او لوړونې ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button